په نړيوال دبئي اېكسپو نندارتون كښې د پاكستان پوېلين د غېر ملكي سېلګرو د دلچسپۍ مركز، د يوكرېن مېلمه مېرمنې غوره پوېلين ګرځولو سره د پاكستان زنده باد نعرې ووهلې

اسلام آباد 02 اكتوبر (اے پي پي) په نړيوال دبئي اېكسپو نندارتون كښې د پاكستان پوېلين د غېر ملكي سېلګرو د دلچسپۍ مركز جوړ شوے. د خالي په ورځ د پاكستاني پوېلين دوره كوونكې د يوكرېن يوې مېلمه مېرمنې د پوېلين دوره وكړه او د پاكستان پوېلين ئې غوره پوېلين وګرځولو او د پاكستان زنده باد نعرې ئې ووهلې. د يوكرېن درنې مېلمنې د وزيراعظم د تجارت او سرمايه كارې سلاكار عبدالرزاق داٶد سره ملاقت وكړو او هغه ته ئې د كتاب ډالې وركړه. هغې ووئيل چې د پاكستان پوېلين غوره پوېلين دے. د وزيراعظم سلاكار عبدالرزاق داٶد په اېكسپو كښې د ګډون كوونكو غېر ملكي مېلمنو د پاكستان په پوېلين كښې هركلې وكړو او د پاكستاني مصنوعاتو په ډاډګېرنه ئې د دوي مننه هم وكړه. د يادونې وړ ده چې نړيوال نندارتون دبئي اېكسپو پېل شوے چرته چې د پاكستان پوېلين د غېر ملكي سېلګرو د پام مركز ګرځېدلے. په دبئي اېكسپو 2020 كښې د 190 هېوادونو پوېلين جوړ كړې شوي دي. د پاكستان پوېلين ځانګړې كتلورونو سره په دې ټولو كښې څرګند دے. د پاكستان په پوېلين كښې په لوي سكرينز د پاكستان د سېلګرې د ښائسته سيمو عكاسي شوې ده چې پكښې د پاكستان ګلېشئر، غرونه، دريابونه، سمندر، رېګستان او د پاكستان د شمالي سيمو د غرونو څوكې د سېلګرو د دلچسپۍ مركز ګرځېدلي دي.