
اسلام آباد 21مئي (اے پي پي) د اطلاعاتو او خپرونو وفاقي وزير سناتور پروېز رشيد وئيلي دي چې د پاكستان او چين اړيكې په شريك اعتماد او د امن او پرمختګ په د شريكو هڅو په بنياد ولاړې دي٬ اوسنې حكومت به دا اړيكې لا مستحكم كولو لپاره ټولې وسيلې كاروي٬ د پاكستان او چين اقتصادي لار به په منطقه او نړيوال سياست كښې د پاكستان اهميت لا سوا كړي٬د انفراسټركچر پرمختګ د دواړو هېوادونو ترمېنځه په اقتصادي او تجارتي پرمختګ كښې د ملا د تير حېثت لري٬ د دواړو هېوادونو د سفارتي اړيكو جوړېدو نه تر اوسه ځانګړې كاميابې ترلاسه كړې شوې دي٬ اوس زمونږ مثالي دوستي په ستراتېژيكي شركت كښې بدله شوې