د پاكستان لخوا د مرستې نور سامان افغان چارواكو ته وسپارل شو

اسلام آباد 02 اكتوبر (اے پي پي) د پاكستان لخوا د مرستې نور سامان افغان چارواكو ته وسپارل شو. د خالي په ورځ په طورخم پوله پاكستان د انساني همدردۍ په بنياد د امرستې د سامان يوه بله پېره افغان چارواكو ته وسپارله. د پاك افغان كوآپرېشن فورم لخوا په جاري شوي بيان كښې وئيلي شوي دي چې د مرستې شپږ ټركه سامان افغان چارواكو ته سپارل شوے دے چې پكښې اوړه، وريژې او د دالونو پشمول نور څيزونه شامل دي. دا سامان د لنډي كوتل اسسټنټ كمشنر اكبر افتخار په طورخم پوله د افغان طورخم بارډر كراسنګ پوائنټ انچارچ اېس غازي الله هاشمي ته وسپارل. په دې موقع افغان چارواكو د مرستې په سامان د پاكستان مننه وكړه.