د آئرلېنډ او زمبابوے د كركټ ښځينه لوبډلو ترمېنځه وړومبې يو ورځنې مېچ به د اكتوبر په 5مه نېټه كېږي

هرارې 02 اكتوبر (اے پي پي) د آئرلېنډ او زمبابوے د كركټ ښځينه لوبډلو ترمېنځه وړومبې يو ورځنې مېچ به د اكتوبر په 5مه نېټه كېږي. د دواړو لوبډلو ترمېځه به څلور يو ورځني مېچونه كېږي. د شېډول له مخې دوهم مېچ به د اكتوبر په 7مه نېټه، دريم مېچ به د اكتوبر په 9مه نېټه او څلورم مېچ به د اكتوبر په 11مه نېټه په هرارې كښې كېږي.