د آئر لينډ او زمبابوے د كركټ ښځينه لوبډلو ترمينځه وړومبې ون ډے مېچ به د اكتوبر په پنځمه نېټه كېږي

ډبلن 01 اكتوبر (اے پي پي) د آئرلينډ د كركټ ښځينه لوبډله به راتلونكې مياشت د زمبابوے دوره كوي د كومې چې د شيډول اعلان شوے۔آئرش لوبډله به د زمبابوے دورې په مهال د څلورو ون ډے انټرنېشنل ميچونو سيريز كوي۔ د شيډول له مخې د آئر لينډ او زمبابوے ترمينځه به ون دے سيريز د اكتوبر د پنځمې نېټې څخه پېل كېږي٬د سيريز دوهم مېچ به د اكتوبر په 7مه نېټه٬درېم مېچ به د اكتوبر په 9مه نېټه او څلورم او آخرې مېچ به د اكتوبر په 11مه نېټه كېږي۔د دواړو ډلو ترمينځه به څلور ون ډے ميچونه د هرارے سپورټس كلب كښې كېږي