
پېښور 01 اکتوبر (اے پي پي) خېبرپښتونخوا كښې د تيرو 24 ساعتو په مهال د کورونا وائرس له امله 12 كسان په حق رسېدلي۔د جمعې په ورځ د خېبر پښتونخوا د روغتيا محكمې د اړخه جاري شوي بيان له مخې صوبه كښې د کورونا له امله د مړو شميره 5 زره 559 ته رسيدلې ، خېبرپښتونخوا كښې د تيرو 24 ساعتو په مهال د کورونا وائرس له امله نور 243 كسان ځپلې شوي، صوبه كښې د کورونا کيسونو مجموعي شميره 174260 ته رسيدلې او د کورونا له امله د ښو شوو كسانو شميره 164290ته ورسيده