
کوئټه 01 اکتوبر (اے پي پي)سېنيټر ثمينه ممتاز زهري وئيلي دي په منطقه كښې د سولې ثبات او استحكام دارومدار د افغانستان په صورتحال منحصر دے ،پاکستان عمر له د افغانانو بهترۍله د دوي د هيلو له مخې د پرېكړو هركلے كړے او سباٶن كښې به هم د داسې پرېكړو ملاتړ كوي۔ سېنېټر ثمينه ممتاز زهري خپل يو بيان كښې وئيلي دي د ماضي غوندېافغانستاندې يوازې پرې نه ښودلے شي او كه داسې وشول نو دا د يوې لويې انساني الميې سبب جوړېدې شي۔ دې ووئيل په افغانستان كښې د دوه لسيزو نه پس امن راغلے او دا په برقار ساتلو لپاره نړيوالې ورورولۍ له د افغانستان مرسته پكار ده ۔ دې ووئيل په افغانستان كښې د امن زيات اغيز په پاكستان كېږي او امن سره د افغانستان نه په پاكستان كښې د دراندازۍ لارې بندېدې شي۔ دې ووئيل پاکستان په هره سخته كښې د افغانستان بشپړه ملګرتيا كړې٬ سباون كښې به هم پاكستان په منطقه كښې امن او د مستحكم افغانستان ملاتړ روان ساتي۔ دې ووئيل د افغانستان په لنډمهاله کابينه كښې د مختلفو نسلي او سياسي ډلو نمائندګي خوشبينه ده او هيله لرو چې طالبان به خپل هېواد كښې امن او استحكام برقرار ساتلو لپاره داسې نور اقدامات وكړي