د خېبرپښتونخوا وزيراعلٰی محمود خان د كېپټن سكندر په شهادت غمرازي ښكاره كړه

پېښور30ستمبر (اے پي پي)د خېبرپښتونخوا وزيراعلٰی محمود خان تېره ورځ په ټانك كښې د ترهه ګرو په ضد د كاروائۍ په مهال د ډزو په تبادله كښې د پاك پوځ كېپټن سكندر په شهادت د غمرازۍ څرګندونه كړې ۔د غمرازۍ په خپل جاريكړي بيان كښې وزيراعلٰی د شهيد كورنۍ سره د يو والي څرګندونه كولو كښې د شهيد لوړو درجو او غم جنې كورنۍ لپاره د زغم دعا وكړه۔وزيراعلٰی په پېښه كښې د ژوبل شوو 2 امنيتي اهلكارو زر روغتيا لپاره هم د نيكو هيلو څرګندونه وكړه