د اېم پي اے ظاهر شاه طورو د كورونا ټېسټ مثبت راغلو

پېښور30ستمبر (اے پي پي)د پاكستان تحريك انصاف د صوبائي اسمبلۍ غړي ظاهر شاه طورو د كورونا ټېسټ مثبت راغلے ۔د كورونا ټېسټ په مثبت راتللو د ډاكټرانو په هدايت ظاهر شاه طورو په سمدستي توګه خپل ځان قرنطينه كړے۔دغسې د صوبائي اسمبلۍ غړي ظاهر شاه طورو د حلقې اولس او خپلو ملګرو ته د دعا كولو خواست كړے۔