اسلام آباد 30 ستمبر (اے پي پي) نېشنل ټي ټونټي كپ كښې به (نن) په 01 اكتوبر نور دوه ميچونه كيږي۔ تفصيلات له مخې د پاكستان كركټ بورډ د سيوې لاندې پنډي كركټ سټيډيم كښې روان نېشنل ټي ټونټي كپ كښې به (نن) په 01 اكتوبر وړومبے ميچ د بلوچستان د سدرن پنجاب سره وي دغسې په دويم ميچ كښې به د نادرن او سندھ ډلو ترمينځه مقابله وي۔ ايونټ كښې 6 ډلي برخه اخلي چې پكښې بلوچستان، سندھ، ناردرن، خېبر پښتونخوا، سنټرل پنجاب او د سدرن پنجاب ډلي شاملي دي