د روغتيا په څانګه كښې د پي ټي آئي حكومت انقلابي اقدامات كړي دي. علي امين ګنډه پور

ډېره اسماعيل خان 29 ستمبر (اے پي پي) د كشمير او ګلګت بلتستان چارو وفاقي وزير علي امين خان ګنډه پور وئيلي دي چې زمونږ هڅه ده چې د ټولې صوبې او په خاص توګه د ډېره اسماعيل خان اولس ته د روغتيا په څانګه كښې غوره اسانيې وركړې شي، نيورو سرجيكل وارډ جوړولو لپاره د 5 كروړه روپو فنډ منظور شوے دے. ده دا خبرې په سركټ هاٶس ډېره اسماعيل خان كښې د روغتيا صوبائي وزير تېمور سليم جهګړا سره يو ځائ خبري كانفرنس ته د وېنا كولو په مهال وكړې. وفاقي وزير علي امين خان ګنډه پور ووئيل چې د روغتيا پشمول په نورو څانګو كښې بهترې لپاره دې اولس زمونږ ملګرتيا وكړي. ده ووئيل چې د صحت كارډ پشمول د روغتيا په څانګه كښې د پي ټي آئي حكومت انقلابي اقدامات كړي دي.