د محمود خان په مشرۍ كښې په صوبه كښې د خوراكي مواد ترلاسه كېدو او د بيعې پحقله د لوړې كچې غونډه

پېښور 27ستمبر (اے پي پي) د خېبر پښتونخوا وزيراعلٰې محمود خان په مشرۍ كښې په صوبه كښې د خوراكي مواد ترلاسه كېدو او د بيعې پحقله د ګل په ورځ د لوړې كچې غونډه شوې چې پكښې د خوراك څښاك څيزونو ترلاسه كېدو ٬ په روانه بيعه او د څيزونو ترلاسه كېدو په صورت كښې د حكومت لخوا په ټاكلې شوې بيعه د عملدرآمد او په تېره غونډه كښې د شوې پرېكړو عملي كېدو تفصيلي جاج واخستې شو۔ په غونډه كښې د خوراك صوبائي وزير عاطف خان ، چيف سېکتر ډاکټر کاظم نياز، د خوراك سېکتر خوشحال خان نه علاوه نورو لوړ پورو ګډون كولو۔ په دې موقع په صوبه كښې د خوراكي مواد په موجوده بيعه ٬ د څيزونو د ترلاسه كېدوپه صورتحال او په نورو چارو تفچصيلي بريفنګ وركړې شو۔ غونډې ته ووئيل شؤ چې په تېره اوونۍ كښې د خوراك څښاك ځينې څيزونو په بيعه كښې كمې راغلې دې كومو كښې چې اوړه٬ چيني٬ پياز او اوږه شامل ده