د آئرلينډ د كركټ ښځينه لوبډله به راتلونكې اونۍ د زمبابوے دوره كوي

ډبلن 27 ستمبر (اے پي پي) د آئرلينډ د كركټ ښځينه ډله به راتلونكې اونۍ د زمبابوے دوره كوي د كومې چې د شيډول اعلان شوے۔ د آئرلېنډ لوبډله به د زمبابوے دورې په مهال د څلور ون ډے انټرنېشنل ميچونو سيريز كوي۔ د شيډول له مخې د آئرلينډ او زمبابوے ترمينځه ون ډے سيريز به د اكتوبر د 5مې نېټې څخه پېل كېږي كېږي۔ د سيريز دوهم مېچ به د اكتوبر په 7مه نېټه٬درېم مېچ به د اكتوبر په 9مه نېټه او څلورم او آخري يوه ورځنۍ مېچ به د اكتوبر په 11مه نېټه كولې شي۔