اسلام آباد۔25ستمبر(اے پی پی) د آزاد جموں وكشمير وزيراعظم د ملګرو ملتونو عمومي اسمبلۍ ته په خطاب كولو وزيراعظم ته په زړه پورې ډول د عقيدت پېرزوينې وړاندې كولو سره وئيلي دي عمران خان د ملګرو ملتونو عمومي اسمبلۍ ته خطاب كښې د كشميري اولس بشپړه ترجماني كړې ده او د كشمير سفير كېدو حق ئې ادا كړے دے۔ وزيراعظم عمران خان د فاشسټ مودي څېره نړۍ ته په ډاګه كړه۔ هغه ووئيل وزيراعظم عمران خان د سيد علي ګېلاني د مړينې معامله هم په غوره ډول پورته كولو سره د كشميري اولس زړونه وګټل او په هندي ظلمونو د نړيوالې ورورولۍ دوه مخيزه معيار ذكر كولو سره ئې نړيوال ضمېر وخوزولو۔ د كشمير سفير وزيراعظم عمران خان د آر اېس اېس هندوتوا نظريه او هند كښې په مسلمانانو روان ظلم زياتې هم ډاګه كړو۔ د آزاد كشمير وزیراعظم ووئيل د وزيراعظم عمران خان عمومي اسمبلۍ ته خطاب سره به د كشمير مسئلې نړيوال ملاتړ لا سوا شي۔ هغه ووئيل مونږ د كشمير مسئله په زړه پورې ډول په رامخې ته كولو د پاكستان د وزيراعظم مننه كوؤ۔