سلامتي كونسل ته خپله وېنا كښې د ايران صدر په امريكا تنقيد وكړو

نيويارك 22 ستمبر (اے پي پي) د ايران نوي صدر ابراهيم رئيسي د ملګرو ملتونو عمومي اسمبلۍ ته خپلې وړومبۍ وېنا كښې په ايران د بندېزونو په حقله په امريكا سخت تنقيد كړے ۔ د المان خبر رسنې ادارې له مخې ده ووئيل ايران به اوس په ھغه صورت په اتومي لوظنامه خبرو اترو كښې شاملېږي كله چې دا مذاكرات په تهران د لګولې شوو بندېزونو لرې كولو له مرستياله وګرځي۔ صدر رئيسي خپله وېنا كښې په كابل هوائي مېدان او د واشنګټن کېپيټل هل د تشدد د مناظرو حواله وركولو سره ووئيل په امريكائي نظام كښې په كورنۍ او خارجي كچه هېڅ صداقت نشته٬ رئيسي د افغانستان څخه د امريكائي عسكرو انخلاء په اړه ووئيل په نورو د لوېديزو شناخت مسلط كولو منصوبه ناكامه شوې۔