سي پېك سره په تړلو افغانستان ته ترلاسه كېدونكې صنعتي ، ډیجیټل ، ټولنیزې او اقتصادي ګټې د هیواد په بیا رغولو او د افغان اولس ژوند ښه كولو له مرستياله ګرځېدې شي۔ چاِئنا ډېلي

اسلام آباد۔22ستمبر(اے پی پی) د اشرف غنی حکومت ختمېدو نه وروستو افغانستان د سوكالۍ په لاره روانېدو له په سيمه ايز تجارت او پرمختيائي هلو ځلو كښې برخه اخستو ته اړتيا لري۔ چین پاکستان اقتصادی راهداری بېلټ اېنډ روډ انېشی اېټو تر ټولو زياته فعاله راهداريو كښی يوه ده ٬ د كومې ترسېوري لاندې چې د پاكستان په هره سيمه كښې د كركيلې ٬ صنعت ٬ سماجي او اقتصادي سوكالۍ روانو منصوبو په دويم پړاؤ كښې نزدې د 60 اربه ډالرو سرمايه كاري شوې۔ د چائنا ډېلی خپور كړي مضمون له مخې بېلټ اېنډ روډ انېشی اېټو د اوږد مهاله اقتصادي او د بنيادي اډانې د پرمختګ منصوبه ده كومه چې افغانستان كښې د كميونټيز بيا رغونه كښې د مرستې كولو بشپړ مېكنزم لري۔ افغانستان ته د پیښو مسئلو سياسي حل له د افغانانو پخپل قيادت كښې او د دوي خپل پرمختيائي اقدامات زيات مهم دي۔ تر كومې چې افغانستان نه يوازې په سياسي توګه بلكې تر ټولو زيات مهمه دا چې د اقتصادي او سيمه ايز تجارت د لارې خپلواكه شوے نه وي تر هغه وخته هېواد كښی د عسكريت خوښۍ او اړي ګړي موقعې يو وارې بيا رامخې ته كېدې شي۔ په كال 2019 كښې او بيا په كال 2020 كښې د چين پاكستان او افغانستان درې اړخيزه غونډې شوي دغسې چې د سي پېك تر افغانستان رسولو په لارو چارو د خيالاتو څرګندونه وكړې شي۔ د طالبانو وياند او د سياسي كمېشن مشر د افغان اولس پرمختګ لپاره چين سره همكارۍ له خوښي ښكاره كړې ۔ د افغانستان په پرمختګ كښې چين نورو هېوادونو سره په ګډه مرسته كولې شي۔مضمون كښې وئېلې شوي د چين كمپنۍ افغانستان كښې د توان پرمختيائي پروګرامونو او منصوبو كښی هم سرمايه كاري كولې شي۔ سي پېك سره د تړون لرلو په صورت افغانستان ته ترلاسه كېدونكې صنعتي ، ډیجیټل ، ټولنیزې او اقتصادي ګټې د هیواد په بیارغونه او د افغان اولس ژوند ښه كولو له مرستياله ګرځېدې شي۔ كله نه چې طالبانو په افغانستان كښې د خپل نوي حكومت اعلان كړے نړۍ او سيمه ايز هېوادونه دې ته ګوري چې آيا نړۍ ته د حفاظت او سلامتيا په اړه چې كوم باور وركړے شوے هغه به عملي كړے شي يا نه۔ مضمون كښې ليك دي اوس وخت راغلے چې افغان اولس خپل تقدېر داسې جوړ كړي څنګه چې هغوي يو سوله ايز او سوكاله افغانستان ټول عمري غوښتے ؤ۔