اسلام آباد۔22ستمبر(اے پی پی) طالبان په خپل حال پرېښودل به ناپوهي وي او د افغانستان نه پام بلخوا ګرځول دغلته د بشري الميې سبب ګرځېدے شي ٬ افغانستان كښې د تېرو دوه ليسزو په مهال د مېرمنو او كوچنيانو خېر ښېګړې ٬ زده كړې او روغتيا په منصوبو كښې د اربونو ډالرو نړيوالې سرمايه كارۍ تحفظ له به نړيوالې ورورولۍ له طالبانو سره په ګډه كار كول وي دغسې چې د نړيوالې ورورولۍ مرستې سره طالبانو ته د بشري حقونو د خيال ساتلو او د مېرمنو او كوچنيانو د تعليم په اړه د هغوي كړی لوظونه ورياد كړې شي۔ د دې خيالاتو څرګندونه په كاناډا كښې د’’افغانستان كښې د استحكام امكانات او د دې په منطقه او نړۍ اثرات‘‘ په سرخط شوي يو وېبنار كښې وكړې شوه۔ وېبنار ته كاناډا كښې د پاكستان لنډ مهاله سفير امير خرم راټھور ٬ د انسټي ټيوټ آف سټرېټجك سټډيز اسلام آباد ډي جي او پخواني خارجه سېكتر اعزاز احمد چوهدري ٬ نوموړي نړيوال خبريال او ليكوال ایرک مارګولس او د کېنېډین کونسل فار جسټس اېنډ پیس ډائرېكټر ډاكټر ظفر بنګش خطاب وكړو۔ وېبنار ته خپل خطاب كښې امیر خرم راټھور ووئيل افغانستان كښې د امن په ځائې كېدو زياته فائده پاكستان ته شوې ده كوم چې د تېرو دوه لسيزو په مهال افغانستان كښې د روانې جګړې د لاسه د 80 زره انساني ځانونو او د 150 اربه ډالرو زيان پورته كړې دې۔ هغه افغانستان كښې سياسي حل لپاره د وزيراعظم عمران خان او د خارجه وزير شاه محمود قرېشي د هڅو ٬ د ګردې نړۍ لارښودو سره د رابطو ٬ د بشري خواخوږۍ په بنياد د 14 زره 400 كسانو د خصوصي پروازونو د لارې افغانستان څخه د ويستلو او د پاكستان لخوا د 400 ټنه ريليف موادو افغانستان ته د لېږلو ذكر هم وكړو۔ هغه ووئيل د تېر حكومت په مقابله كښې د طالبانو لخواد افغان زمكې د كوم بل فريق په ضد د نه كارول كېدو خبر هركلې وكړو۔ نړيوال خبريال او ليكوال ايرك مارګولس ووئيل چې د امريكائي وګړي كېدو په حېث د افغانستان په بيا ودانۍ كښې د امريكا لخوا مرسته او كردار خپل قومي فرض ګڼو۔ هغه طالبانو ته مشوره وركړه چې هغوي په افغانستان د غلبې په ځائې ساتلو خواهش نه ډډه وكړي۔ هغه ووئيل د اشرف غني حكومت ختمېدو سره هندي حكومت سخت زيان پورته كړے د كوم بدل چې هند د افغان حكومت كمزورې كولو سره اخستې شي۔ د کېنېډین کونسل فار جسټس اېنډ پیس ډي جي ظفر بنګش ووئيل د افغانستان په جنګ كښې پاكستان زيات زيان پورته كړے دے خو ددې باوجود ځينې هېوادونه افغانستان كښې د ناكامۍ ملبه په پاكستان د اچولو هڅه كوي۔ هغه ووئيل طالبان د تېرو دوه لسيزو په مهال تر ډېره حده بدل شوي دي۔ د هغوي اقتدار كښې راتللو سره هېواد كښې امن او امان بحال شوے دے چې ورسره هيلې لرلې شي چې راتلونكو كلونو كښې به د معدني وسائلو پنګې لرونكې دا هېواد په خپلو پښو ودرېږي او په خپلو ستونزو به قابو ومومي۔