کابل۔21ستمبر(اے پی پی) د افغانستان عبوری کابینې د نورو غړو نامې او د هغوي منصبونه اعلان كړې دي۔ د افغانستان د کلچرل کمېشن ملټی میډیا څانګې مشر احمد الله متقي په خپل ټويټ كښې وئيلي چې د افغانستان د اطلاعاتو دوهم وزير ذبيح الله مجاهد په خپل خبري كنفرنس كښې د دوهم وزيرانو او د ځينو ادارو د مشرانو نامې او د هغوي منصبونه اعلان كړل۔ د احمد الله متقي لمخې ملا محمد ابراهیم دوهم داخله وزير ، ملا عبدالقیوم ذاکر دوهم دفاع وزير ، حاجی ګل محمد د سرحدي چارو وزير ٬ ګل زرین کوچی هم د دې څانګې دوهم وزير او پنج شېر سره تعلق لرونكے تاجر حاجي نور الدين عزيز د تجارت عبوري وزير وټاكلے شو۔ دغسې بغلان سره تعلق لرونكے نوموړے تاجر حاجي محمد بشير د تجارت دوهم وزير ٬ د سرپل تاجر حاجي محمد عظيم سلطان زاده د تجارت دويم نائب وزير ٬ ډاكټر قلندر عباد د روغتيا عبوري وزير ٬ عبد الباري عمر او محمد حس عياثي د روغتيا دوهم وزيران٬ انجينئر نظر محمد مطمئن د قامي اولمپك كمېټۍ لنډ مهال چيئرمېن ٬ انجینئر مجیب الرحمن عمر د برېښنا او توان دوهم وزير ٬ ډاکټر محمد فقیر د مرکزی شماریات دفتر لنډ مهاله مشر ٬ كمانډر ارسلا خروټي د كډوالو دوهم وزير ، ډاکټر لطف اللہ خېر خواہ د زده كړو وزارت مرستيال ٬ انجینئر نجیب اللہ د اتومي توان وزير او حاجي غلام غوث د قدرتي آفتونو مخنيوي ادارې مشر غوره كړے شو۔ هغه ووئيل د تعينات كولو دا معامله تر ډېره حده په پېشه ور مهارت او قابليت اډانه لري۔ هغه زياته كړه چې د امارات اسلاميه ساخت به لا مضبوط او معياري جوړوو۔