په افغانستان كښې امن او استحكام لپاره د وزيراعظم عمران خان هڅې د ستائنې وړ دي، اوسنې حكومت دې لنډمهال وګڼلې شي، په افغانستان كښې داعش د تنظيم په شكل كښې نشته. د افغانستان د اطلاعاتو نائب وزير ذبيح الله مجاهد خبري كانفرنس ته وېنا

كابل 21 ستمبر (اے پي پي) د افغانستان د اطلاعاتو نائب وزير ذبيح الله مجاهد وئيلي دي چې پاكستان د افغانستان په كورنيو معاملو كښې لاس وهنه نه كوي، په افغانستان كښې امن او استحكام لپاره د وزيراعظم عمران خان هڅې د ستائنې وړ دي، دې ته دې د لاس وهنې په نظر ونه كتلې شي، په افغانستان كښې داعش د تنظيم په شكل كښې نشته. د نهې په ورځ د افغانستان په پلازمينه كابل كښې خبري كانفرنس ته د وېنا كولو په مهال ده ووئيل چې اوسنې حكومت دې لنډمهاله حكومت وګڼلې شي، د كابينې تشكيل لا نه دے مكمل شوے، په دې كښې به نور خلق هم شاملوو، مونږ د يو ټولشموله او جامع حكومت د تشكيل په پلو روان يو، مېرمنې به هم ډېرې زر مهمې چوكۍ ترلاسه كړي، جينكو لپاره به ډېر زر ښوونځي پرانستل شي. ده ووئيل چې په عبوري كابينه كښې بېلا بېلو مسلكونو سره تعلق لرونكي كسان شامل كړې شوي دي چې پكښې هزاره او نورو قومونو سره تعلق لرونكي خلق، ټېكنو كرېټس او تعليم يافته كسان شامل دي. ده ووئيل چې نړيواله ټولنه دې د افغانستان حكومت تسليم كړي. د افغان حكومت تسليمولو نه بغېر يوازې نيوكې كول يو اړخيزه نظر دے. د يوې پوښتنې په ځواب كښې ده ووئيل چې په افغانستان كښې امن او استحكام لپاره د وزيراعظم عمران خان هڅې د ستائنې وړ دي ، كوم چې مهم پرمختګ دے، دې ته دې د مداخلې په نظر ونه كتلې شي. ده ووئيل چې د قطر، پاكستان او چين پشان هېوادونه په افغانستان كښې د استحكام هڅو لپاره فعاله دي. طالبان غواړي چې په افغانستان كښې كومه بهرنې لاس وهنه نه وي خو د مرستې به هركلې كوو. ده په افغانستان كښې د حكومت په اړه د پاكستاني وزيراعظم عمران خان په بيان مثبت غبرګون ښودلو سره ووئيل چې پاكستان، قطر او چې كوم هېوادونه هم په افغانستان كښې امن غواړي، دوي په افغانستان كښې د روان سياسي پرمختګ تائيد كوي، مونږ قطر او نورو هېوادونو سره په رابطه كښې يو، كوم هېوادونه چې د افغانستان په استحكام كښې مرسته كول غواړي، مونږ ئې هركلې كوو. ده ووئيل چې په افغانستان كښې به ډېر زر اقتصادي چارې بحال شي. ستونزې شته خو په دې به ډېره زر قابو وموندلې شي. ده ووئيل چې په افغانستان كښې داعش په منظم ډول نشته خو د ترهګرې او ناامنې چې كومې پېښې رامېنځ ته كېږي ، هغه خواره واره ترهګر كوي، د دې مخ نيوي لپاره هڅې روانې دي او په دې به زر قابو وموندلې شي. ده ووئيل چې په افغان اولس كښې د داعش په ضد كركه ده، هغه خطر نه شي ثابت كېدے. ده ووئيل چې په ننګرهار او جلال آباد كښې د ترهګرې د اوسنيو پېښو غندنه كوو او په دې لړ كښې دوه ډلې نيول شوې دي. په تېر وخت كښې د داعش په ضد د طالبانو هڅې كاميابې شوې دي. ده ووئيل چې د نويو وزيرانو او مرستيالانو تعلق د افغانستان بېلا بېلو ولايتونو سره دے. مېرمنو ته به هم ډېرې زر مهمې چوكۍ وركړې شي. ده ووئيل چې د مېرمنو اندېښنې لرې كولو لپاره حكومت ته وخت پكار دے. د مېرمنو او جينكو د تعليم په اړه اقدامات كوو. جينكو لپاره به ډېر زر ښوونځي پرانستل شي. ده په دې موقع د لنډمهاله كابينې د غړو د نامو او د دوي د چوكو اعلان هم وكړو