پاكستان نړيوال امن او استحكام لپاره خپل كردار ترسره كوي۔ د اطلاعاتو او خپرونو وزير مملكت فرخ حبيب د امن نړيوالې ورځې په مهال پېغام

اسلام آباد۔21ستمبر(اے پی پی) د اطلاعاتو او خپرونو وزير مملكت فرخ حبيب وئيلي دي پاكستان امن سره مينه لرونكے هېواد دے٬ پاكستان به نړيوال امن او استحكام له هم خپل كردار ترسره كوي ، د ملګرو ملتونو په امن مشن كښې د پاكستان خذمات عملې څرګندونه ده، د ملګرو ملتونو د غړي كېدو باوجود د هندوستان د ظلم ٬ بربريت او د بشري حقونو خلاف ورزيو په اړه د نړيوالې ورورولۍ دوه مخيزه معيار به ختمول وي ، افغانستان كښې امن لپاره د پاكستان په زړه پورې هڅې د نړيوالې ورورلۍ لخوا ستائلې شي۔ د ګل په ورځ د امن نړيوالې ورځې په مهال خپل پېغام كښې وزير مملكت فرخ حبيب ووئيل چې نړيوال امن او استحكام لپاره تر دې دمه د پاك پوځ 161 ځوان شهيدان شوي دي۔ د پاكستان 22 كروړه اولس نړيوال امن په ځائې كولو له شهيد شويو ځوانانو ته سلام كوي۔ هغه ووئيل منطقه كښې د هندوستان لخوا په مقبوضه كشمير كښې ناامني او ظلمونه چا ته هم نه ښكاري۔ هغه ووئيل امناك افغانستان امناك پاكستان دے۔ هغه ووئيل په ننۍ ورځ مونږ خپلو وسله والو او امنيتي ځواكونو ته سلام وړاندې كوؤ ، كومو چې تلپاتي امن او استحكام لپاره خپل ځانونه قربان كړل۔ هغه ووئيل پاكستان به نه يوازې خپلې خاورې بلكې نړيوال امن لپاره هم خپل مثبت كردار ترسره كوي۔