نوې ډيلې ۔21 ستمبر(اے پی پی) هندي رياست مغربي بنګال كښې پوليس بھرتي بورډ د هلكانو او انجونو كانسټېبل بھرتۍ له د روانې مياشتې په 26 مه نېټه كېدونكې امتحانونو كښې د ګډون كولو خوښي لرونكو يو زر نه د زياتو انجونو خواستونه رد كړي او د دې سبب دا ښودلے شوے چې هغوي په خپلو فارمونو د حجاب عكس لګولے ؤ۔ د كشمير ميډيا سروس لمخې د پوليس بھرتي بورډ لخوا د بېلو اعتراضونو په بنياد په مجموعي توګه 35 زره نه زيات خواستونه مسترد كړې شوي دي په كومو كښې چې د يو زر نه د زياتو انجونو خواستونه هم شاملې وې كومې چې په خپلو فارمونو د حجاب تصوير لګولو لا امله د بھرتۍ عمل څخه بهر كړې شوي دي۔ د كومو مېرمنو خواستونه چې مسترد كړې شوي دي هغوي په دې اړه د بورډ چيئرمېن ته خط ليكلې دې۔ د بېلو مسلم تنظيمونو كومو كښ چې اسټوډنټس اسلامك آرګنائزېشن (مغربي بنګال) او جماعت اسلامي (مغربي بنګال) شامل دے د پوليس رېكروټمنټ بورډ د دې ګام سخته غندنه كړې ده۔ د دواړو تنظيمونو غړو د مغربی بنګال پولیس رېکروټمنټ بورډ عهدېدارانو سره ملاقات وكړو او هغوي ته ئې يو يادښت وړاندے كړو په كوم كښې چې د دې خبرې باوري كولو غوښتنه شوې چې د حجاب لا امله بايد د كوم كانديد خواست مسترد نه كړے شي ځكه چې حجاب كول د مېرمنو بنيادي حق دے۔