قابض انتظاميه دې جامع مسجد سرينګر ٬ درګاه حضرت بل كښې د جمعې لمونځ اجازه وكړي٬ نېشنل كنفرنس
سرینګر۔21ستمبر(اے پی پی) په غېر قانوني توګه د هند نيولي شوي جموں وكشمير كښې نېشنل كنفرنس د سرينګر په تاريخي جامع مسجد او درګاه حضرت بل كښې د جمعې په لمونځ لګېدلي بندېز سخته اندېښنه ښكاره كولو سره وئيلي دي چې د قابض انتظامیې د دې اقدام د لاسه لمونځګزار سختو ستونزو سره مخ دي۔ د كشمير ميډيا سروس لمخې د نېشنل كنفرنس سينئر صوبائي نائب صدر سيد اخون يو بيان كښې وئيلي دي چې قابض انتظاميه د سرينګر په جامع مسجد او درګاه حضرت بل كښې لمونځ كوؤنكو ته د جمعې لمونځ اجازه نه وركولو سره سره د زيارت په ورځ سم د ماښامه بازارونه هم بندوي۔ هغه زياته كړه چې د قابض انتظاميې دې ګام سره د مقبوضه سيمې كاروباري هلې ځلې لا ځپلې كېږي۔ هغه ووئيل دې سره د كشميري مسلمانانو مذهبي جذبې هم مجروح كېږي۔ هغه انتظاميې څخه دا غوښتنه هم وكړه چې هغه دې د جامع مسجد او درګاه حضرت بل نه بهر بازارونو كښې د معمول هلې ځلې روانې ساتلو اجازه وركړي۔