اسلام آباد 20 ستمبر (اے پي پي) د پاکستان کرکټ بورډ (پي سي بي) چيئرمېن رميز راجه وئيلي دي د برتانيې د پاكستان دورې څخه په انكار كولو او د انګلش لوبډلې لخوا د لوظ په نه ترسره كولو خفه شوے يم ۔ د ګل په ورځ خپل ټويټ كښې ده ووئيل كله چې پاکستان كښې د كركټ بحالۍ ته اړتيا وه په داسې وخت كښې دا پرېكړه ډېر د افسوس وړ ده ٬ ان شاﺀ اللہ مونږ به د دې صورتحال نه رابهر شو ، مونږ لپاره دا ” ويك اپ کال” دے چې مونږ به د نړۍ غوره لوبډله جوړېږو۔