تربېلا ډېم كښې د اوبو كچه 1522.79 فټ او د برېښنا پیداوار 4020 مېګاواټ رېكارډ شو

هري پور 20ستمبر (اے پي پي) تربېلا ډېم كښې د اوبو كچه 1522.79فټ او د برېښنا پیداوار 4020 مېګاواټ رېكارډ شوے۔د تربېلا ډېم وياند لخوا د ګل په ورځ جاري شوي رپورټ كښې وئېلې شوي ٬ تربېلا ډېم كښې د اوبو كچه 1522.79 فټ پاتې شوې٬ ډېم ته د اوبو راتګ 96500 او وتل 155000 كيوسك دے۔د تربېلا ډېم د 17 پیداواري يونټس څخه د برېښنا پیداوار 4020 مېګاواټ رېكارډ كړے شوے