پېښور 20 ستمبر (اے پي پي) د فېډرېشن آف پاكستان چېمبرز آف كامرس اېنډ انډسټري (اېف پي سي سي آئي) د خېبرپښتونخوا كوارډينېټر سرتاج احمد خان وئيلي دي د پاك افغان تجارت زياتولو لپاره خېبر پاس اكنامك كوريډور يو مهم د ميل كاڼۍ دے۔ د دې خيالاتو څرګندونه ده د خېبر پښتونخوا د اېف پي سي سي آئي پلاوي د خېبرپاس اكنامك كاريډور پراجېكټ ډائرېكټرعمران ظهور سره د پاك افغان شريكو تجارتي مسئلو په اړه تابيا كړې غونډه كښې كړې۔ په پلاوي كښې د اېف پي سي سي آئي خېبرپښتونخوا كوآرډينېټر سرتاج احمد خان، فضل الهي، د پېښور چېمبر صدر محمد عدنان جليل، د آل پاكستان فروټ اېنډ ويجيټېبل صدر ملك سوهني، د آل پاكستان كمرشل ايكسپورټر ايسوسي اېشن چيئرمېن مشتاق احمد، د تجارانو مركزي تنظيم سلمان الهي ، د سپورټس اېنډ هنټنګ اېسوسي اېشن محمد عمر او نور شامل وو۔ په غونډه كښې د پاك افغان شريك تجارت زياتولو لپاره په سمال اېنډ مېډيم انټرپرائزئز ډوېلپمنټ، د معاشي او صنعتي هڅو په وده او په پاك افغان تجارت كښې په رامخې ته خنډانو تفصيلي خبرې وشوې۔ په دې موقع سرتاج احمد خان پراجېكټ ډائريكټر عمران ظهور د بزنس كميونټي مسائلو نه خبر كړو۔ ده ووئيل پاك افغان تجارت ودې لپاره به خېبر پاس اكنامك كوريډور يو مهم د ميل كاڼۍ وګرځي۔۔ په دې موقع د خېبرپاس اكنامك كاريډو پراجيكټ ډائريكټر عمران ظهور ووئيل پاك افغان تجارت زياتولو لپاره به د حكومت او اېف پي سي سي آئي ترمېنځه د پل كردار لوبوٶ او د بزنس كميوټنې ستونزې به په ګډه حل كوٶ۔