لاهور۔20ستمبر(اے پی پی) د پاكستان تحريك انصاف مركزي لارښود او اېډوائزر ټو منسټری اوورسیز نوید شریف وئيلي دي ګرد هېواد به د كرپټ مافيا په رحم وكرم نه پرېږدو۔ په خپل بيان كښی هغه ووئيل د اپوزيشن ګوندونو د ورځې ورځې د احتجاج كولو دړكې او سازشونه د وزيراعظم عمران خان عزم كمزورے كولے نه شي۔ د اپوزيشن ګوندونو ټولو سازشونو مقصد حكومت ناكامه كول دي ٬ دوئي به خپل دې مقصد كښی نامراده شي۔ هغه ووئيل د اپوزيشن ګوندونو مشران دې د هېواد د پرمختګ په ضد د منفي پراپېګنډو كولو په ځائې د كرپشن او لوټ مار د لارې هېواد معاشي بدحالۍ سره په مخ كولو اولس نه معافي وغواړي او لوټ كړې شوې دولت دې بېرته وركړي