ملګري ملتونه 20 ستمبر (اے پي پي) د ملګرو ملتونو عمومي سېكتر انتونيو ګوئترېش او د اسلامي مرستې تنظيم ﴿او آئي س﴾ عمومي سېكتر ډاكټر يوسف بن احمد ترمېنځه ملاقات شوے. د ملګرو ملتونو لخوا جاري شوې خبرپاڼې له مخې د ملاقات په مهال د افغانستان، مېنځني ختيځ د سولې عمل، د ميانمار په صورتحال او د شريكې خوښې په چارو خبرې شوې دي. د ملګرو ملتونو عمومي سېكتر په خپله موده كښې د ملګرو ملتونو او او آئي سي ترمېنځه د مرستې ودې لپاره په ذاتي دلچسپي ښودلو د اسلامي مرستې تنظيم د عمومي سېكتر مننه وكړه.