قومي تهروبال چېمپئن شپ به د اكتوبر په 15مه نېټه په كراچې كښې پېل كېږي

اسلام آباد 19 ستمبر (اے پي پي) د پاكستان تهرو بال فېډرېشن تر سيوري لاندې قومي تهروبال چېمپئن شپ به د اكتوبر په 15مه نېټه په كراچې ناظم آباد سپورټس كمپلېكس كښې پېل كېږي. د پاكستان تهروبال فېډرېشن سېكرټري جنرل مقبول له مخې چېمپئن شپ لپاره د اوس نه چمتووالي نيول شوے. ده ووئيل چې په چېمپئن شپ كښې به د ټول هېواد څخه نارينه او زنانه لوبغاړې برخه اخلي.