پېښور 19 ستمبر (اے پي پي) په خېبر پښتونخوا كښې د كورونا د مثبت كېسونو شرح 3.0 فيصد پاتې شوه. د خېبر پښتونخوا د روغتيا محكمې له مخې د تېرو 24 ساعتونو په مهال د كورونا تر ټولو زيات مثبت كېسونه په باجوړ كښې ريكارډ شوي دي چرته چې د كورونا شرح 19 فيصد ريكارډ كړې شوې. د تېرو 24 ساعتونو په مهال په خېبر پښتونخوا كښې د كورونا 11084 ټېسټونه شوي دي چې پكښې د پي سي آر ټېسټونو شمېره 7356 او د رېپډ انټي جين ټېسټونو شمېره 3728 ده.