سډني 19 ستمبر (اے پي پي) د اسټراليا او د هند د كركټ ښځينه لوبډلو ترمېنځه وړومبې يو ورځنې مېچ به د ستمبر په 21مه نېټه په كورے مچل اوول كښې كېږي. د خبر له مخې د هند د كركټ ښځينه لوبډله د اسټراليا په دوره ده چرته به چې هغه د كوربه لوبډلې په ضد درې يو ورځني او درې ټي ټونټي مېچونه كوي. د دواړو لوبډلو ترمېنځه به سېريز د ستمبر په 21مه نېټه پېل كېږي، دوهم يو ورځنې مېچ به د ستمبر په 24مه نېټه او دريم او ورستې يو ورځنې مېچ به د ستمبر په 30مه نېټه كېږي. د دې نه پس به د دواړو لوبډلو ترمېنځه د درې ټي ټونټي مېچونو سېريز د اكتوبر په 7مه نېټه پېل كېږي.