بيجنګ 19 ستمبر (اے پي پي) په چين كښې د كشتۍ ډوبېدو په پېښه كښې 8 كسان مړه او 7 بې دركه شوي دي. د چين خبر رسنې ادارې له مخې دا پېښه د چين په سوئيلي لوېديځ ګوئې ژو ولاي كښې د ليوپانشوئي ښار څخه په تېرېدونكي درياب كښې رامېنځ ته شوې چرته چې د مسافرو كشتې چپه شوې او په نتيجه كښې ئې 8 كسان مړه او 7 بې دركه شوي دي. كوسټ ګارډ په دې موقع 39 كسان بچ كړي دي چې پكښې د 31 حالت اندېښمن ښودل شوے. چارواكو د پېښې پلټنې پېل كړې دي.