د تركيې د وړومبي جوهري بجلي ګهر پرانسته به په كال 2023م كښې وكړې شي. صدر رجب طيب اردوان

انقره 19 ستمبر (اے پي پي) د تركيې صدر رجب طيب اردوان وئيلي دي چې د تركيې د وړومبي جوهري بجلي ګهر پرانسته به په كال 2023م كښې وكړې شي. د تركيې مېډيا له مخې په ټويټر په خپل يو بيان كښې صدر رجب طيب اردوان وئيلي دي چې د تركيې د وړومبي جوهري بجلي ګهر پرانسته به په كال 2023م كښې وكړې شي. ده ووئيل چې د دې جوهري بجلي ګهر په نتيجه كښې برېښنا پېدا كېدو سره سره د كاربن ګاز كم شي او دا به د ماحولياتو او ټېكنالوجې په څانګه كښې ډېره مرسته وكړي.