
فېصل آباد۔18ستمبر(اے پی پی) د اطلاعاتو او خپرونو وزير مملكت فرخ حبيب وئيلي د پاكستان قانون نافذ كوؤنكو ادارو لخوا د نيوزي لېنډ كركټ لوبډلې ته فول پروف امنيت وركړے شوے ؤ ولې د لوبډلې په ناڅاپي ډول د ستنېدو پرېكړې پاكستانې اولس سختې مايوسۍ سره مخ كړې٬ مریم نواز د نیوزی لېنډ کرکټ لوبډلې دورې په منسوخ كېدو طنزیه ټویټ كولو سره د وړوكي سوچ څرګندونه كړې۔ د خالي په ماځيګر فېصل آباد كښې ميډيا سره خبرو كښې هغه ووئيل د نیوزی لېنډ لوبډلې په ناڅاپي توګه د دورې منسوخ كول د افسوس وړ خبره ده۔ هغه ووئيل دې نه وړاندې چې كله نيوزي لېنډ كښې د كرائسټ چرچ دننه په جومات كښې د ترهګرۍ پېښه رامخې ته شوه چې په نتيجه كښې ئې ګڼ شمېره كسان شهيد كړې شول نو دغه وخت د بنګله دېش لوبډله دغلته موجود وه۔ دغسې كله چې برطانيه كښې بمي بريد شوے ؤ نو دغه وخت هم د آسټرېليا او انګلېنډ ترمينځه سيريز روان ؤ۔ دلته خو دغسې كومه پېښه هم نه وه شوې او د پاكستان ټولو استخباراتي ادارو ٬ امنيتي ادارو فول پروف سكيورټي چمتو كوله خو نیوزی لېنډ پاکستان سره كوم ډول معلومات شيئر نه كړل او په يو اړخيزه توګه ئې د دورې منسوخ كولو اعلان وكړو۔ هغه ووئيل نن د مسلم ليګ نون او ځينې نورو سياسي شخصياتو لخوا د افسوس وړ ټويټس شوي دي او بيانونو كښې دپاكستان د شين پاسپورټ د عزت نه كېدو خبره شوې شوېِ۔ هغه ووئيل دوئي ته بايد دا معلومه شي چې د شين پاسپورټ عزت هغه وخت كېږي كله چې تاسو لوټ مار نه كوۍ او د مني لانډرنګ پېسه بهر هېوادونو ته نه وړۍ۔ هغه ووئيل دې خلكو دپاكستان كوم خذمت كړے نه دے او دا هغه خلك دي كومو چې د هند خوشحالولو لپاره كله چې بمبۍ بريدونه وشول نو د ټولو نه وړاندې نواز شريف ووئيل اجمل قصاب د پاكستان وسېدونكے دے۔ بريد په پټھان كوټ كښې كېږي او دوئي اېف آئي آر په ګوجرانواله كښې درج كوي۔ دوئي بايد دې سوچ نه ووځي او قامي سوچ خپل كړي۔ هغه ووئيل دا هغه خلك دي چې كله به ډرون بريد كېدو نو دوئي به يوه خبره نه كوله۔ هغه ووئيل دغسې چې كله كلبھوشن ياديو ونيولے شو نو د دوئي د خلې نه يوه خبره رواتلې نه ده۔ د دې په مقابله كښې عمران خان د ډرون بريدونو په ضد لانګ مارچ وكړو او ډرون بريدونه ئې د قامي سلامتيا په ضد كار وګرځولو۔ وزيراعظم د پاكستان په تاريخ كښې په اولني ځل اېبسو لیوټلی ناټ وئيلي چې مونږ به د خپلې خاورې چاته ته د كارولو اجازه نه وركوؤ۔ هغه ووئيل دوئي زمونږ د خارجه پالېسۍ د ناكامۍ خبره كوي حال دا دے چې زمونږ خارجه پالېسي يوه بهترينه خارجه پالېسي ده۔ دوئي وائي پاكستان نړۍ كښې يوازې كېږي او حال دا دے چې د برطانيه خارجه وزير ٬ د اطاليا خارجه وزير ٬ د سپېن خارجه وزير او د ډنمارك وزيراعظم زمونږ مننه كوي۔ په شنګھائی کنفرنس كښې ټولو پاكستان پلو خپل پام ګرځولے ؤ۔ هغه ووئيل د افغان امن عمل حوالې سره پاكستان زبردست كار كړے۔ كوم خلك چې افغانستان كښی ګېر وو د هغوي حفاظت سره وتلو كښې ئې مهم كردار ترسره كړې۔ د يوې پوښتنې په ځواب كښې هغه ووئيل د وزيراعظم د تاجكستان دوره كاميابه وه او نن وزيراعظم عمران خان يو بل قدم پورته كړې چې د افغانستان دننه دې يو بشپړ حكومت جوړ كړے شي كوم چې د تېرو 40 كالو نه راروانه كورنۍ جګړا ٬ ګډوډې او شخړه ختمه كړي ولې چې مونږ دا ګڼو چې سوله ييز افغانستان پاكستان لپاره ډېر ضروري دے۔ د يوې بلې پوښتنې په ځواب كښې هغه ووئيل هند په فیټف كښې تر ټولو زيات د پاكستان مخالفت كړے دے او هغه د پاكستان په يوازې كولو كښې شپه او ورځ هڅې كوي۔ د يوې بلې پوښتنې په ځواب كښې هغه ووئيل د نیوزی لېنډ لوبډلې پېښې حوالې سره ټولې نړۍ پاكستان سره خواخوږي ښكاره كړې ده بياهم هغه مسلم ليګ نون ته وئيل غواړي چې هغه هم د طنزيه ټويټس په ځائې قومي سوچ خپل كړي۔