یو سوله ییز او مستحكم افغانستان نه یوازې پاکستان بلکې ګردې سیمې لپاره مهم دے٬ د شاه محمود قرېشي د كانادا خپل همڅنګ سره ټېلېفوني خبرې

اسلام آباد۔18ستمبر(اے پی پی) خارجه وزير مخدوم شاه محمود قرېشي وئيلي دي يو سوله ييز او مستحكم افغانستان نه يوازې پاكستان بلكې ګردې منطقې لپاره ډېر مهم دے۔ د ټوليز سياسې جوړجاړې له لارې افغانستان كښې د امن په ځائې كېدو ٬ د منطقې امن واستحكام او پرمختګ ته زياته اړتيا ده۔ هغه دا څرګندونې د کاناډا خپل همڅنګ مارک ګارنییو سره تلیفوني خبرو كښې وكړې۔ په دې مهال په دوه اړخیزو اړیکو او د افغانستان په روان وضعیت هم خبرې وشوې۔ هغه د كانادا خارجه وزير د افغانستان روانې وضعې په اړه اجتماعي ستراتيژي جوړولو له د خپلې اوسنۍ څلور هېواديزې دورې نه هم خبر كړو۔ شاه محمود قرېشي د ټوليز سياسي جوړ جاړې په حاجت زور راوړلو سره افغانسان كښې د امن په ځائې كېدل د منطقې امن واستحكام او پرمختګ لپاره ضروري وګرځولو۔ هغه په نړيوالو ټولنه زور راوړو چې هغه دې د افغانستان معاشي او بشري مرستې لپاره راوړاندې شي۔ هغه ووئیل پاکستان ، په افغانستان کښې د بشري الميې په نظر کې نیولو سره ، د هوا او ځمکې له لارې افغانانو ته د مرستې توکي رسولو لړۍ روانه ساتلې ده۔ مخدوم شاه محمود قرېشي افغانستان ته د مرستې توكي رسولو له د بشري راهدارۍ پرانستلو په اړه هم خپل د كاناډا همڅنګ خبر كرو۔ خارجه وزیر ووئیل نړیواله ټولنه باید هغه هیوادونه له پامه ونه غورځوي چې له اوږدې مودې راهیسې د ملیونونو افغان کډوالو کوربه توب کوي۔ دواړو خارجه وزيرانو په دوه اړخيزه اړيكو د اطمينان څرګندونه كولو سره د دې لا مستحكمولو له د خپل عزم پخلې وكړو۔ خارجه وزير خپل د كانادا همڅنګ سره هملټن كانادا كښې د پاكستان – كانادي وګړي په مرګ او د هغه د 63 كلن پلار فقير علي د تښتونې په پېښه هم خبرې وكړې۔ هغه خارجه وزير مخدوم شاه محمود قرېشي ته باور وركړو چې ځپلې كورنۍ ته انصاف وركولو له د كانادا حكومت د معاملې بشپړه پلټنې كوي۔ خارجه وزير د خپل همڅنګ نه غوښتنه وكړه چې وبائي صورتحال پام كښې نيولو سره د طالب علمانو او كاروباري شخصياتو ستونزې كمولو له دې وېزه اېډوائزري ته بيا كتنه وكړې شي۔ د كانادا خارجه وزيرافغانستان كښې امن په ځائې كولو له د پاكستان د هڅو ستائنه وكړه او كابل څخه د كانادا د وګړو په ويستلو كښې په بشپړه مرسته كولو ئې د خارجه وزير مخدوم شاه محمود قرېشي او د پاكستاني مشرتابه خصوصي مننه وكړه۔ خاره وزير خپل همڅنګ ته باور وركړو چې پاكستان افغانستان څخه د وتلو په عمل كښې د مرستې لړۍ روانې ساتلو عزم لري۔