اعلی وزير محمود خان د مشر خبريال عارف يوسفزئي د خور په مړينه غمرازي ښكاره كړه

پېښور ۔18 ستمبر (اے پی پی) د خېبر پختونخوا اعلی وزير محمود خان د مشر خبريال عارف يوسفزئي د خور په مړينه د غم دړد او افسوس څرګندونه كولو سره غمجنې كورنۍ سره غمرازي ښكاره كړې۔ د غمرازۍ خپل پېغام كښې هغه دعا وكړه چې لوئے څښتن دے ارواښادې له د خپل رحم په پلو كښ ځائې او غمجنې كورنۍ له د زغم توفيق وركړي