په هند كښې د 24 ساعتونو په مهال د كورونا وائرس نور 35 زره 662 كېسونه رامخې ته شوي، 281 كسان مړه

نوے ډيلے 18 ستمبر (اے پي پي) په هند كښې د 24 ساعتونو په مهال د كورونا وائرس نور 35 زره 662 كېسونه رامخې ته شوي او 281 كسان مړه شوي دي. د چينائي مېډيا له مخې د هند د روغتيا وزارت چارواكو وئيلي دي چې د نويو كېسونو رامخې ته كېدو نه پس په هند كښې د كورونا وائرس ځپليو ټوله شمېره 33417390 ته رسېدلې. د 281 كسانو د مرګ نه پس په هند كښې د كورونا په وبا كښې تر اوسه 4 لكه 44 زره 529 كسان مړه شوي دي.