د كابل ډرون بريد يوه افسوناكه سهوا وه. جنرل كېنتھ مېك كېنزي

واشنګټن 18 ستمبر (اے پي پي) د امريٍكې د سېنټرل كمانډ كمانډر جنرل كېنتھ مېك كېنزي وئيلي دي چې تېره مياشت په كابل كښې شوې ډرون بريد چې پكښې د ماشومانو پشمول 10 وګړي وژل شوي وو، يوه افسوس ناكه سهوا وه. د برتانيې خبر رسنې ادارې له مخې د امريكې كمانډر د پلټنو نه پس خبريالانو ته ووئيل چې تېره مياشت په كابل كښې شوې ډرون بريد يوه افسوس ناكه سهوا وه ، مونږ بخښنه غواړو او مونږ به د دې سهوې څخه د زده كړې هڅه كوو. ده ووئيل چې حكومت د دې خبرې مطالعه كوي چې د وژل شويو كسانو كورنيو ته هرجانه ﴿د تاوان پېسې﴾ څنګه ادا كېدے شي. د يادونې وړ ده چې د امريكې د دفاع وزير لائيډ آسټن په يو بيان كښې د وژل شويو كسانو كورنيو څخه بخښنه غوښتې او وئيلي ئې دي چې د وژل شويو كسانو كورنيو سره غمرازي كوم.