د خېبر پښتونخوا حكومت په هېلتھ اېمرجنسي كښې د نورو درې مياشتو پراختيا وكړه

پېښور 18 ستمبر (اے پي پي) د خېبر پښتونخوا حكومت په ټوله صوبه كښې د كورونا په اړه په هېلتھ اېمرجنسي كښې د نورو درې مياشتو پراختيا وكړه. د خېبر پښتونخوا د روغتيا محكمې لخوا جاري شوې اعلاميې له مخې د روغتيا سېكرټري د ډائرېكټر جنرل هېلتھ سروسز او د وبائي رنځونو د دوه پوهانو په مشوره په هېلتھ اېمرجنسي كښې د درې مياشتو پراختيا كړې ده. د خېبر پښتونخوا وزيراعلٰی لخوا د منظورې نه پس د دې اعلاميه جاري كړې شوې ده. اېمرجنسي به په ټوله صوبه كښې نافذ وي.