په روسيه كښې پارلماني ټاكنو لپاره د پولنګ عمل روان دے

ماسكو 18 ستمبر (اے پي پي) په روسيه كښې پارلماني ټاكنو لپاره د پولنګ عمل روان دے. د روسيې خبر رسنې ادارې له مخې د روسيې په ګڼ شمېر سيمو كښې د ځائي وخت له مخې سهار په 8 بجې د پولنګ عمل پېل شوے. په ټاكنو كښې د پولنګ عمل به په درې ورځو كښې ترسره كېږي. د روسيې په پارلماني ټاكنو كښې به 10 كروړه 80 لكه خلق رائې وركوي. 20 لكه بهر مېشته روسي وګړي به هم ټاكنو لپاره خپلې رائې وركوي.