د ترك فضائې لخوا په شمالي عراق كښې كارروائي ، 6 ترهګر مړه

انقره 18 ستمبر (اے پي پي) په شمالي عراق كښې د ترك فضائي په كارروائې كښې 6 ترهګر وژل شوي دي. د تركيې خبر رسنې ادارې له مخې د تركيې د دفاع وزارت په خپل يو بيان كښې وئيلي دي چې د ترك فضائي لخوا د عراق په شمال كښې د غارا په سيمه كښې فضائي عمليات شوي دي او پكښې 6 ترهګر وژل شوي دي. په بيان كښې وئيلي شوي دي چې د ترهګرو په ضد به كارروائي په موثر شكل كښې روانه وي.