په جاپان كښې د سمندري طوفان په نتيجه كښې 5 كسان ژوبل او 49 پروازنه منسوخ كړې شوي دي

ټوكيو 18 ستمبر (اے پي پي) په جاپان كښې سمندري طوفان چنتهو ساحلي سيمو سره ټكر شوے او په نتيجه كښې ئې 5 كسان ژوبل او 49 پروازنه منسوخ كړې شوي دي. د امريكائي خبر رسنې ادارې له مخې د سمندري طوفان په نتيجه كښې د جاپان په سوئيلي لوېديځو سيمو كښې پروازونه منسوخ كړې شوي دي. په دې وخت كښې سمندري طوفان د جاپان د بحرالكاهل د ساحل په مېنځنې برخه كښې د ختيځ په پلو مخ په وړاندې روان دے او د هوا رفتار په يو ساعت كښې 67 ميل دے.