مقبوضه بيت المقدس 18 ستمبر (اے پي پي) اسرائيلي ځواكونو سره په نښتو كښې 217 فلسطيني مظاهرچيان ژوبل شوي دي. د فلسطين رېډكرېسنټ سوسائټۍ له مخې په لوېديځه غاه كښې د اسرائيلي آبادكارې په ضد د مظاهرې په مهال د اسرائيلي ځواكونو په ډزو او د اوښكې بهيوونكي ګاز په شېلنګ كښې 217 فلسطيني مظاهرچيان ژوبل شوي دي. د سوسائيټې وياند ووئيل چې د نابلس ښار سره نزدې په بيت دجان كلي كښې د ګڼ شمېر مظاهرچيانو او اسرائيلي ځواكونو ترمېنځه سختې نښتې شوې دي. د فلسطين خارجه وزارت پ لوېديځه غاړه كښې د اسرائيل آبادي كاري رد كړې او په مظاهرچيانو د تشدد ئې سخته غندنه كړې. وياند ووئيل چې په فلسطيني مظاهرچيانو د اسرائيلي ځواكونو تشدد د نړيوالو قوانينو خلاف ورزي ده.