افغانستان په تاريخي پړاو ولاړ دے٬اوس به استحكام پلو ځي يا اړي ګړي ٬ بشري بحران پلو چې ورسره به د كډوالو دومره لويه مسئله راپیدا شي چې ټول ګاونډيان هېوادونه به وځپلے شي۔وزيراعظم عمران خان

دوشنبے 17ستمبر (اے پي پي)وزيراعظم عمران خان وئېلي دي افغانستان په تاريخي پړاو ولاړ دے٬اوس به استحكام پلو ځي يا اړي ګړي او بشري بحران پلو ٬ چې ورسره به د كډوالو دومره لويه مسئله راپیدا شي چې ټول ګاونډيان هېوادونه به وځپلے شي٬د ترهه ګرۍ خطر هم شته٬د طالبانو د كاميابۍ نه پس د پاكستان په ضد د ډنډورې كمپائن پېل كړے شوے٬افغانستان كښې د امن او استحكام يوازنے صورت ټولشموله حكومت جوړول دي۔د دې خيالاتو څرګندونه ده د خالي په شپه آر ټي(عربيك)چينل سره مركه كښې وكړه۔ده ووئيل د اېس سي او د مشرانو غونډه په دې حقله مهمه ده چې په دې كښې د افغانستان نزدې ټول ګاونډيان هېوادونه ګډون لري٬دا وخت افغانستان د ټولې منطقې لپاره د ټولو نه مهمه موضوع ده٬ افغانستان دا وخت د يو تاريخي پړاو نه تېرېږي كوم چې به يا د 40 كاله جنګي صورتحال نه پس استحكام پلو لاړ شي او يا بيا كه د دې ځائے نه وران اړخ ته لاړو نو دې څخه اړے ګړے٬بشري بحران او د كډوالو يوه لويه مسئله رامخې ته كېدې شي كومه چې د يوې لويې مسئلې شكل اختيارولې شي چې ورسره به ټول ګاونډيان هېوادونه وځپلے شي۔ده ووئيل د پاكستان ترمخه د افغان خاورې څخه د ترهه ګرۍ تر خطر هم شته ځكه چې د وړاندې نه درې ترهه ګرې ډلې د افغان خاورې په كارولو پاكستان كښې ترهه ګري كوي۔د پاكستان د اړخه د طالبانو د مرستې په حقله د پوښتنې په ځواب كښې عمران خان ووئيل كه تصور وكړے شي چې پاكستان د طالبانو د امريكې په ضد مرسته كړی نو د د دې مطلب به دا وي چې پاكستان د امريكې او ټولو اروپائي هېوادونو څخه طاقتور دے او دا چې د پاكستان د وړې وسلې لرونكې ملائېشيا د كومې شمېره چې د 60 نه تر 70 زرو ده هغه درې درې لكه عسكر لونكي پوځ ته ماتې وركولو كښې كاميابه شوې څوك چې لويې وسلې لري۔ده ووئيل د بده مرغه زمونږ په ضد د ډنډورې كمپائن شروع كړے شوے ٬اول خبره دا ده چې افغان حكومت د خپلې نااهلۍ٬كرپشن او افغانستان كښې د موثر ګورننس نه لرلو صلاحيت نه پام اخوا كولو له ډنډوره كړی۔دغه حكومت د افغانانو اكثريت بې واكه ګڼلو ٬ ځكه د هغې حكومت د افغانانو په نظر كښې هېڅ حېثيت نه ؤ۔ ده ووئېل د دې ډنډورې بل كردار هند دے چا چې د اشرف غني په افغان حكومت لويه سرمايه كاري كړې۔وزيراعظم ووئيل دا ډنډوره د هغوي د اړخه كېږي خو د دې هېڅ منطق نشته٬د پاكستان 22 كروړه اولس لپاره ټول بجټ 50 اربه ډالره دے٬زمونږ هېواد څنګه په داسې مدافعتي جنګ كښې مرسته كولې شوه او چا چې په امريكا برې بيا موندو۔ده ووئيل په دې جنګ كښې امريكې په 20 كاله كښې د 2 زره اربه ډالرو نه زيات ضائع كړي ۔وزيراعظم ووئيل دا يوازې ډنډوره ده داسې څنګه ممكن ده چې درې لكه افغان پوځ جنګ ونه كړو ٬ ولې پاكستان هغه د جنګ نه ايسار كړے ؤ ؟وزيراعظم ووئيل كه تاسو دا سببونه معلومول غواړې چې ولې 20 كاله پس طالبانو برے بيا موندلو او امريكې ماتې اوخوړه نو د دې به تاسو له يوه تفصيلي تجزيه كول وي ځكه چې د نړۍ تر ټولو مېړنو قامونو كښې يو قام يعني د افغانانو پوځ بغېر د جنګ نه وسله وغورځوله۔د يوې پوښتنې په ځواب ده ووئيل پاكستان د نړيوالې ورورولۍ برخه دے٬افغانستان كښې د طالبانو موجوده حكومت تسليمول به يو مهم ګام وي٬مونږ د افغانستان ټولو ګاونډيانو سره كار كوو٬موڼږ يو داسې پالېسي جوړوؤ چې افغان حكومت له څه كول پكار دي چې مونږ ټول هغوي تسليم كړو۔ده ووئيل د ټولو نه مهمه خبره دا ده چې په افغانستان كښې يو ټولشموله حكومت وي ځكه چې افغانستان يو داسې هېواد دے چرته چې ډېره تنوع ده ٬ هلته پښتون٬ازبك او د هزاره غوندې قامونه آباد دي۔د افغانستان ګټې او افغانستان كښې د اوږد مهاله استحكام لپاره مونږ ټول دا محسوسوؤ چې هلته يو ټولشموله حكومت وي كوم چې افغانستان متحد كړي۔وزيراعظم ووئيل مونږ په دې حقله موقف لرو او په دې حقله به د افغانستان د ټولو ګاونډيانو سره په خبرو كومه پالېسي رامخې ته كړو۔افغانستان كښې اقليتي ډلو ته د نمائندګۍ وركولو په حقله د پوښتنې په ځواب وزيراعظم ووئيل طالبانو يو داسې په زړه پورې هلې ځلې كړي شايد چې داسې بل چا كړې وي ځكه چې تر 20 كلونو هغوي د انساني تاريخ تر ټولو خطرناكې جنګي وسلې مقابله كړی۔د پاكستان عرب هېوادونو سره د اړيكو په حقله د يوې پوښتنې په ځواب وزيراعظم عمران خان ووئيل ايران زمونږ ګاونډي هېواد دے٬د ګاونډيانو هېوادونو سره چې څومره مهذب تعلق وي هغه د تجارت او ګردې نړۍ په ګټه وي٬سعودي عرب د پاكستان زيات نزدې اتحادي او يو داسې دوست دے چا چې عمر له په هر ضرورت زمونږ مرسته كړې ځكه زمونږ د پالېسۍ محور دا دے چې د دواړو هېوادونو ترمينځه مفاهمت وي۔ ده ووئېل د دې دواړو هېوادونو ترمينځه شخړه نه يوازې پاكستان بلكې د پرمختګ كوونكو هېوادونو لپاره هم يوه تباهي ده۔وزيراعظم زياته كړه چې د سعودي او ايران ترمينځه د شخړې اثر به د تېلو په بيعه پريوځي ځكه چې د وړاندې نه د كورونا وبا او د سپلائي كمي په وجه د پیټروليم مصنوعاتو بيعې زياتې شوي او ګرانۍ پرمختګ كوونكې هېوادونه زيات متاثره كوي۔ده ووئيل د پرمختګ كوونكو هېوادونو د خوراك څښاك د څيزونو د بيعې زياتېدو بد آغېز په غربت شوے۔ده ووئيل كه د دې دواړو هېوادونو ترمينځه تصادم رامخې ته كېږي نو د دې فوري اثر به د تېلو په بيعه پريوځي كوم به چې د نړۍ ټولو غريبانانو لپاره د تباهۍ وړ وي او په غريبو هېوادونو او د ګردې نړۍ په غريبانانو به د دې آغېز كېږي۔وزيراعظم عمران خان ووئيل نه يوازې پاكستان بلكې هر چا له دا باوري كول غواړي چې د دې هېوادونو ترمينځه زيات غوره انډرسټينډنګ وي