اوکاړہ ۔ 29اپریل (اے پی پی) وزیراعظم نواز شریف وئيلي دي كال 2018ء كښې به هېواد څخه لوډ شېډنګ ختم كړے شي۔ په تربېلا ، نیلم جهلم او د برېښنا په نورو منصوبو تندۍ سره كار روان دے۔ د 960 مېګاواټ نيلم جهلم منصوبه به راروان كال كښې پايې ته ورسي۔ نواز شریف به د چا په وېنا استعفی نه وركوي۔ زمونږ نه غېر بل چا موټروے ته پام لرنه …
كال 2018ء كښې به هېواد څخه لوډ شېډنګ ختم كړے شي۔ په تربېلا ، نیلم جهلم او د برېښنا په نورو منصوبو تندۍ سره كار روان دے۔ د 960 مېګاواټ نيلم جهلم منصوبه به راروان كال كښې پايې ته ورسي۔ نواز شریف به د چا په وېنا استعفی نه وركوي۔ زمونږ نه غېر بل چا موټروے ته پام لرنه نه ده كړې۔ په ټول هېواد كښې به پرمختيائي كارونه روان ساتو۔ د وزیراعظم نواز شریف اوکاړہ كښې اولسي غونډې ته خطاب
اوکاړہ ۔ 29اپریل (اے پی پی) وزیراعظم نواز شریف وئيلي دي كال 2018ء كښې به هېواد څخه لوډ شېډنګ ختم كړے شي۔ په تربېلا ، نیلم جهلم او د برېښنا په نورو منصوبو تندۍ سره كار روان دے۔ د 960 مېګاواټ نيلم جهلم منصوبه به راروان كال كښې پايې ته ورسي۔ نواز شریف به د چا په وېنا استعفی نه وركوي۔ زمونږ نه غېر بل چا موټروے ته پام لرنه نه ده كړې۔ په ټول هېواد كښې به پرمختيائي كارونه روان ساتو۔ د دې خيالاتو څرګندونه وزيراعظم اوكاړه كښې د مسلم ليګ (ن) اولسي غونډې ته خطاب كښې وكړه۔ ده ووئيل دا ننې جوش او جذبه ماته د كال 2013ﺀ منظر يادوي۔ زه اوكاړه سره او د اوكاړه اولس ما سره ډېره مينه لري۔ وزیراعظم په دې مهال د دیپالپور فلائی اوور جوړولو ٬ د سوئي ګېس رسنې ٬ او د سړكونو تعمير او سمولو اعلان وكړو۔ ده ووئيل په دیپالپور فلائی اوور به 74 كروړه روپۍ مصرف كولې شي او د سړكونو په جوړولو او مرمت كولو به 20 كروړه روپۍ لګولې شي۔ وزیراعظم د سوئي ګېس رسنې له د 47 كروړو روپو ګرانټ اعلان وكړو۔ دې سره سره اوكاړه كښې به د 200 بسترو روغتون اپ ګرېډ كولو هم وزيراعظم ا علان وكړو۔ وزیراعظم ووئيل په ټول هېواد كښی د برېښنا په پېدا كوؤنكو پلانټونو تندۍ سره كار روان دے۔ د 960 مېګاواټ نيلم جهلم منصوبه به راروان كال كښې بشپړ شي۔ ده ووئيل تر كراچۍ 6 رويه موټروے جوړولے شي۔ پاكستان تندۍ سره پرمختګ كوي۔ ترهګري ختمېږي۔ كسان خوشحالېږي۔ ده ووئيل مخالفين به د احتجاج سياست كوي او مونږ به سړكونه جوړوؤ او دوئي به ئې ناپ كوي۔ وزیراعظم ووئيل زه به د چا په وېنا استعفي ورنكړم۔ ده عمران خان مخاطب كولو سره ووئيل سياست ستا كار نه دے لږ كركټ نور وكړه۔ دې نه وړاندې وزيراعظم د دیپالپور اوورهېډ برج د بنياد تيګه كېښودله او د سوئي ګېس د رسنې منصوبې پرانسته ئې وكړه۔










