د بلوچستان لرو پرتو سيمو د ايندهن ضروريات ترسره كولو لپاره طريقو او زريعو لټولو ته پام لرنه وكړئ۔د صدر ډاكټر عارف علوي د آئل ماركيټنګ كمپنو چيف ايګزېكټو افيسرز غونډې ته خطاب

اسلام آباد 17ستمبر (اے پي پي)صدر ډاكټر عارف علوي د بلوچستان په لرو پرتو سيمو كښې د ايندهن ضروريات ترسره كولو د طريقو او ذريعو لټولو په حاجت زور راوړولو سره وئېلي دي حكومت د بلوچستان پرمختګ ته خاص پام لرنه كوي او د صوبې اولس ته د پېښو مسئلو حل كولو لپاره هڅې كوي۔د دې خيالاتو څرګندونه ده د جمعې په ورځ په ايوان صدر كښې د آئل ماركيټنګ كمپنو چيف ايګزېكټو افسرانو د غونډې مشرۍ په مهال وكړه۔په غونډه كښې د توان وفاقي وزير حماد اظهر٬د پیټروليم سېكرټري ډاكټر ارشد محمود٬منيجنګ ډائرېكټر او سي اي او پي اېس او سيد محمد طحه او د نوموړو تېل كمپنو مشرانو ګډون كولو۔په غونډه كښې بلوچستان ته د قاچاق شو تېلو د هېواد په معيشت د آغېز په اړه بريفنګ وركړے شو۔غونډې ته ووئيل شول د ګاونډيانو هېوادونو څخه د تېلو قاچاق په سبب د هېواد معيشت ته په كليزه توګه د 60 اربه روپو زيان پغاړه كېږي٬اېم ډي پي اېس او غونډې ته ووئيل زمونږ ادارې په ماضي كښې په قاچاق شوو تېلو انحصار لرونكو ضلعو ته د تېل وركړه باوري كولو له د سپلائۍ يو په دوه كولو ګامونه پورته كړي۔په غونډه ګښې په مكران كوسټل هائي وے د پیټرول پمپز په جوړولو زور راوړلے شو۔ دغسې چې د ګوادر او كراچۍ ترمينځه سفر كوونكو ته آساني وي٬دغسې ګلګت سكردو او سوات كښې د فيول سټورېج انفراسټركچر په جوړولو هم زور راوړلے شو ځكه چې د ځايې ودانۍ د ايندهن ضروريات ترسره كولو سره سره په دغه سيمو كښې د سېلګرو زياتېدونكې شمېرې ته هم سهولت ترلاسه شي۔د غونډې ګډون كوونكو د حكومت د اړخه د تېلو قاچاق حوصله ماتولو له د پورته كړو ګامونو ستائنه وكړه