وزيراعظم عمران خان د نيوزي لېنډ وزيراعظمې ته په ټېلې فون پاکستان كښې د نيوزيلېنډ كركټ لوبډلې له د فول پروف امنيت وركولو باور وركړے۔ د چوهدري فواد حسېن ټويټ

اسلام آباد17ستمبر (اے پي پي) د اطلاعات او خپرونووفاقي وزير چوهدري فواد حسېن وئيلي دي وزيراعظم عمران خان د نيوزي لېنډ وزيراعظمې ته په ټېلېفونې رابطه پاکستان كښې د نيوزي لېنډ كركټ لوبډلې ته د فول پروف امنيت باور وركړے ،زمونږ استخباراتې ايجنسۍ د نړۍ په غوره انټيلي جنس سسټمز كښې شاملې دي، د دوي د رائے مطابق د نيوزيلېنډ كركټ لوبډلې ته هېڅ خطر نشته۔ د جمعې په ورځ خپل ټويټ كښې ده ووئيل لږ وخت وړاندې وزيراعظم عمران خان د نيوزيلېنډخپل همڅنګ سره رابطه كړې او ورله ئې باور وركړے چې د نيوزيلېنډټيم ته فول پروف سيکورټي وركړې شوې او د پي سي بي له مخې پخپلهد نيوزيلېنډ سکيورټي د پاکستان په امنيتي اتنظامات د اطمينان څرګندونه كړې ۔ ده ووئيل زمونږ استخباراتې ايجنسۍ د نړۍ په غوره انټيلي جنس سسټمز كښې شاملې دي، د دوي د رائے مطابقد نيوزي لېنډ د كركټ لوبډلې ته هېڅ خطر نشته خو د نيوزيلېنډ وزيراعظمد خپلې احتياطي پاليسۍ له مخې د دورې ځنډولو استدعا كړې