د منطقې امن دافغانستان امن سره تړلے دے، نړيواله ورورولي دې په افغانستان كښې د نوو حقائقو ادراك وكړي۔ د وزيراعظم عمران خان د کولېکټو سکيورټيټرېټي آرګنائزېشن غونډې ته وېنا

دوشنبے17ستمبر (اے پي پي)وزيراعظم عمران خان وئيلي دي د څلورو لسيزو نه پس په افغانستان كښې امن او استحكام راغلے٬ په داسې موقع به منفي ډنډوره زيانمنده وي۔ د دې خيالاتو څرګندونه ده د جمعې په ورځ د کولېکټو سکيورټي ټرېټي آرګنائزېشن غونډې ته خپلې وېنا كښې وكړه۔ وزيراعظم ووئيل افغانستان كښې د وينې ېهېدو او د فساد نه غېر اقتدار منتقل شوے۔ ده ووئيل افغانستان په معاشي توګه مستحكم كول يو چېلنج دے٬ د منطقې امن دافغانستان امن سره تړلے دے۔ ده ووئيل نړيواله ورورولي دې په افغانستان كښې د نوو حقائقو ادراك وكړي٬ مونږ له به دا خبره باوري كول وي چې افغانستان بيا د ترهګرو ژاله جوړه نشي۔ ده په نړيوالې ورورولۍ زور رواړو چې ھغوي په دې سخت وخت كښې د افغانانو مرسته وكړي۔ وزيراعظم ووئيل د سياسي او سيمه ايز تړون نه پرته به د افغان اولس سوكالۍ لپاره سوچ كول وي