نړيوال امن او سلامتيا ته د رامخې خطرو مخنيوي لپاره اېس سي او اهم فورم دےد وزيراعظم عمران خان د اېس سي او د مشرانو شلمې غونډې ته وېنا

APP23-170921 DUSHANBE: September 17 - Prime Minister Imran Khan addressing the 20th SCO Summit 2021. APP

دوشنبے17ستمبر (اے پي پي) وزيراعظم عمران خان وئيلي دي چې د افغانستان مسئله به ټولو له په ګډه حل كول وي٬ افغانستان په دې پړاٶ كښې تنها نشي پرېښودل كېدے٬ كه افغانستان تنها پرېښودل شو نو بېلا بېلې مسئلې به سر پورته كړي، د شنګھائي مرستې په تنظيم كښې ګدون زما دپاره د فخر خبره ده۔ د دې خيالاتو څرګندونه ده د جمعې په ورځ د شنګھائي مرستې تنظيم (اېس سي او) د مشرانو شلمې غونډې ته خپلې وېنا كښې وكړې۔ ده ووئيل تجارت٬ سرمايه كارۍ او د روابطو ودې لپاره اېس سي او يو اهم پلېټ فارم دے٬ مواصلاتي رابطو سره به په منطقه كښې مثبته تبديلي راشي۔ وزيراعظم د كرونا وباء ذكر كولو سره ووئيل دې سره نړيوال معيشتونه ځپل شوي دي۔ ده ووئيل ماحولياتي بدلون دوېم اهم چېلنج دے كوم چې نړۍ ته رامخې ته دے،پاکستان د ماحولياتي بدلون د اثراتو مخنيوي لپاره بېلين ټري منصوبه پېل كړې ده۔ وزيراعظم د افغانستان د صورتحال ذكر كولو سره ووئيل اوس به د افغانستان حقيقت نړۍ ته تسليمول وي، د افغانستان مسئله مونږ ټولو له په ګده حل كول دي، دا افغانانو سره د ملګرتيا او ودرېدو وخت دے۔ ده ووئيل پاکستان د ترهګرۍ په ضد جنګ كښې اهم كردار لوبولې، په دې جنګ كښې پاكستان د اتيا زره كسانو قربانۍ وركړې دي،زمونږ معيشت ته د ترهګرۍ په ضد جنګ كښې زيان رسېدلې۔ وزيراعظم عمران خان ووئيل موسمياتي بدلون نړۍ لپاره لوے چېلنج دے، مونږ د ښه چاپېرچل ودې لپاره د شجركارۍ كمپائن پېل كړې دې، مونږ د هېواد په هره ھغه برخه كښې بوټي نال كړي چرته چې ونې نه وې۔ ده ووئيل د شجركارۍ د كمپائن د نړۍ په بېلا بېلو هېوادونو كښې ستائنه شوې ده۔ ده ووئيل د كشمير كشاله د ملګرو ملتونو د قراردادونو له مخې حل كېدل پكار دي۔ ده ووئيل افغانستان انساني بحران٬ خوراك٬ د ضرورت د بنيادي څيزونو او نورو چېلنجونو سره مخ دے۔ ده ووئيل مونږ د آزاد او خپلواكه فلسطين ملاتړ كوٶ۔ده ووئيل زه تاريخي اېس سي او سمټ لپاره ښائسته دوشنبے ښار ته په راتګ خوشحاله شوے يم٬ دا لمحه نوره هم خوشګواره ده ځكه چې دا د تاجکستان د آزادۍ 30مه سالګرې سره تړلې ده او مونږ د تاجكستان وروڼو ته د زړه پهاخلاص مباركي وركوم۔ وزيراعظم عمران خان ووئيل زه په دې موقع صدر امام علي رحمانوف د تاجکستان چيئرمېن شپ په مهال د اېس سي او په دانشمندانه ذمه وارو مباركي وركوم۔ ده ووئيل د اېس سي او 20مه سالګره تر اوسه زمونږ په سفر غور لپاره مهم پړاٶ دے دے۔ وزيراعظم ووئيل جون كال 2001 نه تر اوسه اېس سي او اوږد سفر كړے او د شنګهائي مرستې تنظيم حجم او قد كښې اضافه شوې ده. ده ووئيل اېس سي او نن په مجموعي توګه د نړۍ د آبادۍ 44م ٬ د زمكې په مخ 25م او د نړۍ د جي ډي پي د شل فيصده نمائندګي كوي۔ ده ووئيل د اېس سي او د معياري او اداره جاتي بنياد قوي كولو٬ امنيت ، سماجي او اقتصادي پرمختګ په اړه عملي مرستې ته وده وركولو كښې متاثر كن پېشرفت شوے دے. ده ووئيل كه هر څو اېس سي او پخوانو او د نوې چېلنجونو په ځواب كښې د ښه كاركردګۍ څرګندونه كړې ده خو په تندۍ سره پېچلې نړيوال ماحول او جيو سياسي اړې ګړې به په راتلونكي وخت كښې زمونږ د عزم امتحان اخلي۔ ده ووئيل مونږ له به د بلاك سياست پلو د هر ډول تګ مزاحمت پكار وي او په دې خبره زور رواړل پكار دي٬ يو بل سره په سوله پاتې كېدل او مرسته تصادم نه بلكې د نړيوال سياسي بنياد محرك پكار دے۔د ووئيل د کورونا وائرس وباء نړۍ سخته ځپلې ده او د دې نه د انساني ستونزو او زيان اندازه لګېدې شي٬ 46 لكه كسان مړه شوي دي او 223 مېليونه ځپل شوي دي۔ وزيراعظم ووئيل دي سره ګرده نړۍ كښې د صحت عامه نظام ځپل شوے، معيشتونه زوال او کساد بازارۍ سره مخ دي۔ ده ووئيل د كورونا له امله بې وسه خلق هر ځائ زيات ځپل شوي دي، شل كالو كښې په لومړي ځل په نړۍ كښې غربت زيات شوے دے۔ ده ووئيل په پاكستان كښې مونږ د سمارټ لاك ډاٶن لائحه خپله كړې چې پكښې په يو وخت ژوند بچ كول٬ معاش محفوظول او د معيشت فعاليت ته پام ګرځول شوے۔ وزيراعظم عمران خان ووئيل پاکستان د سماجي تحفظ پروګرام احساس د لارې د لكونو په شمېر كورنيو په سروائول كښې مرسته كړې، ما د “فلوبل انيشي ايټو فار ډېټ ريليف” هم پېل كړے دغسې چې پرمختګ كوٶنكو هېوادونو لپاره د كورونا وباء منفي اثرات كمولو سره د پائيدار پرمختګ په ترلاسه كولو كښې مرسته وشي۔ ده ووئيل لږ وخت كښې د كورونا واكسين تيارول د سائنس يوه معجزه ده، مونږ دا ګڼو چې سائنس له د نړۍ په هڅو كښې لارښودنه جاري ساتل پكار دي ځكه چې سائنس د وبائي رنځونو مقابله كوي٬ د كورونا وائرس صورتحال د سياسي كولو هڅو څخه ډډه پكار ده ځكه چې دا په داسې وخت كښې تقسيم دے كله چې د نړۍ يو موټې كېدو ته اړتيا ده۔ وزيراعظم عمران خان ووئيل د كوروانا واكسين هر يو ته د برابرۍ په بنياد او په نړيواله كچه د اولس خېرښګړې لپاره ترلاسه كېدل پكار دي۔ ده ووئيل د موسمياتي بدلون يو بل لوے خطر مونږ ته رامخې ته دے، د دې اثرات كمولو ته په نړيواله اېجنډا كښې زياته ترجيح وركړې شوې۔ ده ووئيل په نړيواله كچه د كاربن په اخراج كښې د پاكستان ګډون د نشت برابر دے، د دې باوجود پاكستان په لس انتهائي كمزورې هېوادونو كښې شامل دے،دې لپاره د موسمياتي بدلون مخنيوې زما د حكومت اهم ترجيح ده۔ وزيراعظم عمران خان ووئيل مونږ د موسمياتي بدلون مفني اغيز كمولولپاره يو شمېر اهم اقدامات كړي چې پكښې لس بېلون ټري سونامي منصوبه هم شامله ده۔ ده ووئيل کلين اېنډګرين پاکستان لپاره زمونږ د اقداماتو مقصد نه يوازې د فطرت حفاظت او د ماحولياتي نظام بحالي ده بلكې سېلګري زياتول او زمونږ ځوانانو لپاره د زرګونو په شمېر نوې ملازمتونه پېدا كول دي، مونږ تر كال 2030 خپل 60 فيصده توان د پاك ساتلو هدف لرو۔ ده ووئيل مونږ د مشتركه مقاصدو ترلاسه كولو لپاره نړيوالې ورورولۍ سره د پېرس لوظنامې جامع نفاذ لپاره كار جاري ساتلے۔ وزيراعظم عمران خان د نائن الېون بريدونو د شل كالو د ترسره كېدو ذكر كولو سره ووئيل چې د نړيوالې ورورولۍ بشپړه هڅو باوجود د ترهګرۍ خطرې اوس هم په ځائ دي٬ يو مذهب ترهګرۍ سره تړلو سره په ګرده نړۍ كښې د د ښي اړخ او بالادست ډلو پروپېګنډه كولو او د اثر رسوخ په ځائ ساتلو موقع وركړې شوې، په يو څو كېسونو كښې داسې انتها خوښ او متعصبنظريات تش په نامه جمهوريتونو كښې په رياستي اقتدار قبضه كولو لپاره لاس ښپې وهلې دي۔ ده ووئيل كه مونږ دا خطرې او چېلنجونه نظر انداز كړل نو د ترهګرۍ په ضد جنګ كښې به بريالي نشو چې پكښې د ټولو نه زياته لويه رياستي ترهګري ده كومه چې په متنازعه سيمو كښې د غېر قانوني قبضې له مخې د اولس په ضد جاري ده۔ ده ووئيل پاكستان د لسيزو راهسې ترهګرۍ سره مخ دے٬ د كومې منصوبه بندي٬معاونت او مالي اعانت چې زمونږ د پولې نه پورې اړخ ته رياستي ادارې كړې۔ ده ووئيل د شخړو د فعاله سيمو نه بهر د پاكستان نه زيات بل يو هېواد ته زيان نه دے شوېے، مونږ د اتيا زره كسانو قربانۍ وركړې دي او 150 اربه نه زيات معاشي زيان مو شوے، او د دې نه علاوه د لكونو په شمېر په كورنۍ كچه خلق كډه كولو سره ځپل شويدي. د دې باوجود زمونږ عزم قوي دے، مونږ به د ترهګرۍ او انتها خوښۍ په ضد جنګ نړۍ سره په ګډه كوٶ۔ وزيراعظم عمران خان ووئيل نړيوال او سيمه ايز امن او سلامتيا تهرامخې ته خطرو مخنيوې اېس سي او لپاره اهم دے، مونږ ګڼو چې د تصفيه طلب شخړو سوله ايز هواري لپاره د ملګرو ملتونو د سلامتي كونسل په قراردادونو عملدرآمد او د مرستې ماحول سازول ضروري دے۔ ده ووئيل د سلامتي كونسل د قراردادونو خلاف ورزي كولو سره د متنازعه سيمو حېثيت بدلولو له يو اړخيزه او غېر قانوني اقدامات د سلامتي كونسل د قراردادونو منافي دي او اېس سي او له د دې ډول اقداماتو غندنه پكار ده۔ وزيراعظم عمران خان ووئيل چې په دې وروستيو كښې د شويو پېښو له مخېافغانستان زمونږ د پام مركز دے، د افغانستان د پخواني حكومت ناڅاپي بدلېدو ټول حېران كړي٬ د طالبانو قبضې او د غېر ملكي ځواكونو انخلاء په افغانستان كښې نوے حقيقت رامخې ته كړے، دا هر څه د وېنې بهېدو٬ د كورنۍ جګړې او د كډوالو په لويه كچه د كډې كولو نه غېر شوي كوم چې د اطمينان سبب جوړېدل پكار دي۔ ده ووئيل اوس دا د نړيوالې ورورولۍ په اجتماعي مفاد كښې ده چې دا خبره دې باوري كرې شي چې په افغانستان كښې دې بله نوې تنازعه نه وي او د امنيت صورتحال مستحكم وي۔ ده ووئيل سمدستي ترجيحات انساني بحران او د معاشي تنزلې لاره نيول دي، د افغانستان پخواني حكومت په غېر ملكي مرستې زيات انحصار كولو او دا مرسته ختمول د معاشي تباهۍ سبب جوړېدې شي، دا افغانانو سره د كلك ودرېدو وخت دے٬ مونږ د ملګرو ملتونو د عمومي سېكتر او اېجنسو ستائنه كوٶچې ھغوي په سمدستي توګه انساني مرستې لپاره نړيواله مرسته فعاله كولو لپاره راوړاندې شي۔ ده ووئيل پاکستان د افغانستان څخه د انخلاء په نړيوالو هڅو كښې د مرستې نه علاوه انساني مرسته او سهولت كښې هر ډول ممكنه مرسته كړې۔ وزيراعظم عمران خان ووئيل افغانستان سره د نړيوالې ورورولۍ مثبت تعلق زيات اهم دے، افغانستان كښې د څلورو لسيزو د روان جنګ ختمولو دا يوه نادر موقع ده كومه چې ضائع كول پكار نه دي، په دې نازك وخت كښې منفي خبرې خپرول يا پروپېګنډه كولو كښې ككړ پاتې كېدل به غېر دانشمندانه وي، دې سره به د امن امكانات كمزوې شي او افغانانو ته به زيان ورسي۔ ده ووئيل طالبانو له ټولو سياسي ډلو لپاره شوې لوظونه ترسره كول پكار دي، دا د افغانستان استحکام لپاره ضروري دي٬ دا خبره هم ضروري ده چې د ټولو افغانانو د حقونو احترام دې باوري كړې شي او دا خبره دې باوري كړې شي چې افغانستان بيا د ترهګرۍ د محفوظ ژالو ځائ پاتې نه شي۔ده ووئيل افغانستان د مسلسل شخړو او عدم استحكام ښكار پاتې شوے او پاكستان د څلوېښتو كالو راهسې د 40 لكه افغان كډاولو بوج زغملے، دې لپاره سوله او مستحكم افغانستان د پاكستان په مفاد كښې دے۔ ده ووئيل د افغانستان تاريخ د دې خبرې شاهد دے دې افغانستان د بهر څخه نشي كنټرول كېدے، مونږ به د مستحکم، خپلواكه او سوكاله افغانستان ملاتړ جاري ساتو۔ وزيراعظم ووئيل پاکستان خپل پام “جيو پاليټيکس” څخه”جيو اکنامکس” پلو ګرځولے كوم چې په امن٬ پرمختيائي شراكتدارۍ او رابطه اډانه دے۔ ده ووئيل پاکستان د جغرافيائي محل وقوع په اعتبار سره د قدرتي پل په توګه مېنځنۍ اسياء سوئيلي آسياء سره تړي او د دې څرګندونه د اېس سي او پلېټ فارم څخه كېږي، پاکستان مېنځنۍ اسياء كښې زمونږ زياتو شراكتدارو لپاره د سمندر مختصر لاره وركوي۔ ده د ازبکستان د صدر لخوا تاشقند كښې په جولائي كښې د مېنځنۍ او سوئيلي آسياء د كنېكټوټي نړيوال كنفرنس د كوربتوب د اقدام ساتئنه وكړه۔ وزيراعظم ووئيل اېس سي او په منطقه كښې د رېل٬ سړك٬ سمندري او د هوائي رابطو څخه تجارت٬ د توان او د اولس اولس سره د تبادلو نوې دوره به پېل شي كوم چې به په منطقه او د دې نه وړاندې په پرمختګ او سوكالۍ كښې ځانګړې كردار ولوبوي۔ ده ووئيل دا سيمه ايز روابط به سي پېك سره مستحكم شي كومه چې د بي آر آئي اهمه منصوبه ده٬ مونږ له موثره ګڼ اړخيزه ٬ د ملګرو ملتونو د چارټر د مقاصدو او اصولو٬ د اولس د خپلواكۍ حق٬ د رياستونو د مساوات او خپلواكۍ، د سيمه ايز او جارحيت څخه احتراز كولو لپاره خپل خپل بشپړه حمايت پكار دے۔ ده ووئيل مونږ له د افغانستان صورتحال مستحکم كولو لپاره د اېس سي او د كوټلي نقطه نظر تعين پكار دے٬ بايد مونږ د سيمه ايز رابطو اېجنډا مخ په وړاندې بوځو، دا عمل مخ په وړاندې بوتللو لپاره پاكستان په كال 2022 كښې “سيمه ايزې سوكالۍ لپاره د ټرانسپورټ رابطه” په سرخط د يو ورچوئل كنفرنس كوربتوب كول غواړي۔ ده ووئيل پاکستان په كال 2022 كښې د “ډيجيټل اکانومي د لارې د يوته اېمپاورمنټ” په موضوع د يو كنفرنس كوربتوب كول غواړي۔ وزيراعظم په دې موقع د ايران نوي متنخب صدر ابراهيم رئيسي له مباركي وركړه۔ ده ووئيل چې زه د سعودي عرب، مصر او قطر وروڼو ته د نوې مكالمې په شراكتدار جوړېدو مباركي وركوم۔ ده د اېس سي او عمومي سېكتر نوروف ته پخپله موده ترسره كولو د ھغه مننه وكړه او سفير ژانګ منګ ته ئې د نوي عمومي سېكتر په توګه هركلے ووئيلو۔ وزيراعظم عمران خان د ازبكستان صدر شوکت مرزيوئيف ته 22 ۔ 2021 لپاره د اېس سي او په چيئر(مشري) كولو مباوركي وركړه او ورته ئې د پاكستان د بشپړه ملاتړ باور وركړو