د پېټروليم مصنوعاتو په بيعو د شور كوونكو په دورونو كښې په دې د ټېكسونو شرح تر 52 فيصد پاتې شوې. د اطلاعاتو او خپرونو وزير مملكت فرخ حبيب ټويټ

APP49-080721 ISLAMABAD: July 09 - Minister of State for Information and Broadcasting Farrukh Habib addressing a press conference at PID Media Center. APP photo by Saeed-ul-Mulk

اسلام آباد 17 ستمبر (اے پي پي) د اطلاعاتو او خپرونو وزير مملكت فرخ حبيب وئيلي دي چې د پېټروليم مصنوعاتو په بيعو د شور كوونكو په دورونو كښې په دې د ټېكسونو شرح تر 52 فيصد پاتې شوې، د يو كال په مهال د پېټروليم مصنوعاتو په بيعو كښې په نړيواله كچه تر 80 فيصده اضافه شوې ده، حكومت د خپلو ټېكسونو په شرح كښې كمې كولو سره 18.5 فيصد اضافه كړې ده. د جمعې په ورځ په خپل ټويټ كښې د اطلاعاتو او خپرونو وزير مملكت فرخ حبيب ووئيل چې د پاكستانې كرنسې له مخې په دې وخت كښې په هندوستان كښې پېټرول په 245 روپې، په بنګله دېش كښې په 175.33 روپې، په سعودي كښې په 104.20 روپې او په يو اے اي كښې 111.42 روپې، په چين كښې په 194 روپې، په سري لنكا كښې په 154 روپې، په آذربائيجان كښې په 98.65 روپې او په هانګ كانګ كښې په 425.25 روپې يو لېټر دي. ده ووئيل چې پاكستان اوس هم د نړۍ د ډېرو هېوادونو په نسبت پېټرول ارزان وركوي