ډېجيټلائزېشن او مالي شموليت كښې د مېرمنو ګډون سره په جي ډي پي كښې ځانګړې اضافه كېدے شي. د صدر مملكت ډاكټر عارف علوي

APP39-170921 ISLAMABAD: September 17 - President Dr. Arif Alvi addressing the launching ceremony of State Bank of Pakistan's Banking on Equality Policy at Aiwan-e-Sadr. APP

اسلام آباد 17 ستمبر (اے پي پي) صدر مملكت ډاكټر عارف علوي وئيلي دي چې ډېجيټلائزېشن او مالي شموليت كښې د مېرمنو ګډون سره په جي ډي پي كښې ځانګړې اضافه كېدے شي، د نړۍ په تاريخ كښې اسلام په وړومبي ځل مېرمنو ته د وراثت حق وركولو سره دوي بااختياره كړې دي. بايد مېرمنې بااختياره كولو لپاره د پارلمان مېرمنې غړې هم خپل كردار ترسره كړي. ده دا خبرې د جمعې په ورځ په ايوان صدر كښې د پاكستان د دولتي بانك لخوا په مالي شموليت﴿ فنانشل انكلوژن﴾ كښې د مېرمنو د ګډون اضافې لپاره د مساوي بېنكنګ پالېسې د مخ كتنې دستورې ته په خپله وېنا كښې وكړې. په دستوره كښې د صدر مملكت كورودانه ثمينه علوي، د سټېټ بانك ګورنر ډاكټر رضا باقر، وفاقي وزيرانو، د سټېټ بانك ډپټي ګورنر ډاكټر سيما كامل ، د بېلا بېلو بانكونو مشرانو، سي اي او، د پارلمان غړو او د بانكونو او مالياتي ادارو چارواكو ګډون وكړو. صدر مملكت ووئيل چې مېرمنې په مالي توګه د قوي كولو نه بغېر دوي بااختياره نه شي جوړول كېدې. ده ووئيل چې په سورة نساء كښې د مېرمنو د وراثت او حقونو ټاكنه شوې ده. د نړۍ په تاريخ كښې اسلام په وړومبي ځل مېرمنو ته د وراثت حق وركولو سره دوي بااختياره كړې دي. په انګلستان كښې تر شلمه پېړې مېرمنو وراثتي او مالي حقوق نه و ترلاسه كړي. صدر مملكت ووئيل چې د نوي وخت تقاضو له مخې به مونږ اقدامات كول وي. صدر مملكت د مېرمنو بااختياره كولو په لړ كښې د پاكستان د سټېټ بانك هڅې وستائيلې او وې وئيل چې سټېټ بانك په دې لړ كښې بېلا بېل اقدامات كوي. ده ووئيل چې بايد مېرمنې بااختياره كولو لپاره د پارلمان مېرمنې غړې هم خپل كردار ترسره كړي. د دې څخه وړاندې د سټېټ بانك ګورنر رضا باقر هم وېنا وكړه او په پاليسي ئې رڼا واچوله. په دې موقع دستاويزي فلم هم وړاندې كړے شو